کاناډا د 'مرګ غوښتنې' قانون تصویب کړ

د انځور حقوق Getty

د کاناډا پارلمان د مرګ غوښتنې هغه لایحه تصویب کړې چې له مخې یې کوم ناروغان چې ناروغي یې له طبي پلوه د نه درملنې وړ وپېژندل شي، کولی شي په قانوني ډول د خپل ژوند پایته رسولو غوښتنه وکړي.

دا لایحه وروسته له هغه د کاناډا پارلمان ته یوړل شوه چې ددې هېواد سترې محکمې د نه درملنې وړ ناروغانو مرګ غوښتنه کې د ډاکټرانو د مرستې محدودیت لغوه کړ.

ددې قانون په تصویبېدو سره کاناډا په رسمي ډول هغو لږ شمېر هېوادونو سره یوځای کېږي چې اتانازيا (له درد او کړاو د خلاصون ځانوژنه) او 'کومکي ځانوژنه' یې قانوني ګرځولې ده.

سره له دې منتقدین وایي، دغې لایحې د مجوز ورکولو لپاره "سخت شرایط" ټاکلي دي. په ځواب کې د کاناډا حکومت چارواکو ویلي، دا قانون د یوه بدلون لپاره یوازې یو پیل دی او کېدای شي په راتلونکي کې نوو اړتیاوو او نیمګړتیاوو ته په کتو، پراخ کړل شي.

د کاناډا پارلمان ځینو سناتورانو، ددې لایحې تر تصویب وړاندې د هغې د مفاهیمو پراخېدل غوښتل، خو د بحث په پای کې د لومړي وزیر جسټن ترودو دولت غوښتنه یې ومنله چې دا قانون دې محدود وي.

'کومکي ځانوژنې' همدا اوس په جاپان، کلمبیا، هالېنډ، سویس او البانیا کې قانوني ده.

د امریکا په واشنګټن، کالیفورنیا، اورګان، ورمونټ، نیو مکسیکو او مونتانا ایالتونو کې هم جواز لري.

ورته مطالب