د شمالي کوریا بالسټیک توغندي ازمایښت 'ناکام شو'

د انځور حقوق AP

د سوېلي کوریا چارواکي وایي، شمالي کوریا له خپل ختیځ ساحل نه دوه منځني واټن ویشتونکي بالسټیک توغندي توغولي دي. لومړی هغه یې چې ښکاري ناکام شوی تر ۱۵۰ کیلومتره واټن وهلو وروسته سمندر کې پرېوتی.

دویم توغندی یو ساعت وروسته وتوغول شو چې نژدې ۴۰۰ کیلومتره واټن یې ووهه. د سوېلي کوریا پوځي چارواکي وایي، دواړه د منځني واټن ویشتونکي "موسودان" توغندي دي.

د راپورونو له مخې، شمالي کوریا په وروستیو دوو میاشتو کې څلور نور توغندي هم ازمایلي چې ټول ازمایښتونه یې ناکام شوي.

د شمالي کوریا شاوخوا هېوادونه په دې وروستیو ورځو کې د تدارکاتو شاهدان وو چې ښایي د توغندي توغولو اړوند وي. تایید شوی بریالی ازمایښت به د شمالي کوریا لپاره مخ په وړاندې ګام وي.

د انځور حقوق Reuters

موسودان توغندي ته د ورکړل شویو ځانګړنو له مخې، کولی شي ۳۰۰۰ کیلومتره واټن ووهي چې پر سوېلي کوریا سربېره کولی شي جاپان او د امریکا خاورې ګوام ټاپو ته ورسېږي، خو شمالي کوریا لا نه ده توانېدلې بریالۍ ازمایښت ترسره کړي.

شمالي کوریا د اټومي پروګرام له امله، د ملګرو ملتونو په پرېکړه لیک کې د بالسټیک توغندي له هرډول ټکنالوژۍ کارولو منع شوی دی.

د جاپان لومړي وزیر شینزو ابې پر دغو ازمایښتونو نیوکه کړې او هغه یې د نه زغم وړ بللي دي.

جاپان وړاندې هم ویلي، که د توغندي تګلوری ددې هېواد پرلور وي، نو وبه یې غورځوي.

د کوریا شبه جزیره کې د بي بي سي خبریال سټیو اوانس وایي، ګومان کېږي چې شمالي کوریا دې ددې توغندي ۵۰ دستګاوې ولري.

د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون تېره میاشت سوېلي کوریا ته د پوځي خبرو اترو وړاندیز وکړ، خو سیول دا وړاندیز رښتینی ونه باله او رد یې کړ.

په همغه ناسته کې ښاغلي کیم جونګ اون ژمنه وکړه چې خپل اټومي پروګرام به مخته وړي.

پیونګ یانګ ادعا کړې چې په وروستیو میاشتو کې یو ډول تخنیکي پرمختګونه کړي چې یو یې هم په توغندي کې د ځای پرځای کولو لپاره د اټومي سروکي جوړول، خو کتونکي دغې ادعا ته د شک په سترګه ګوری.

ورته مطالب