عمر متین سره جنسي اړیکو مدعي وايي؛ 'د اورلانډو برید غچ و'

د انځور حقوق UNIVISION
Image caption کوم سړی چې عمر متین سره د ملګرتیا ادعا لري، ګریم شوې څېرې او بدل شوي غږ سره د یوني ویژن ټلویزیون سره مرکه کړې.

یو سړي چې په مستعار نوم ، او ګریم کړې څېره، يو امريکايي تلويزون سره خبرې کړي ادعا لري چې د یوې مودې لپاره د اورلانډو بریدګر سره یې جنسي اړیکې درلودې وایي؛ د عمر متین ددې کار انګېزه غچ اخستل و.

د یوني وېژن ټلویزیوني شبکه چې لاتین امریکا کې ډېر شمېر لیدونکي لري، له یوه سړي سره چې په مستعار نوم "میګویل" یې معرفي کوي، له عمر متین سره د اړیکو په تړاو او دا چې متین لخوا د امریکا اورلانډو ښار کې د همجنسبازانو په کلب کې په ډزو د ۴۹ کسانو د وژلو احتمالي انګېزه څه کېدای شي، خبرې کړي دي.

میګویل ویلي؛ دده په باور عمر متین غوښتل د پورتوریکو له همجنسبازانو غچ واخلي، ځکه چې دوو پورتوریکویی دوو همجنسبازانو چې وړاندې یې له عمر متین سره جنسي اړیکه لرلې، وروسته هغه ته ویلي چې ایچ آی وي ایډز لري.

"هغه (عمر متین) ډېر وېرېدلی و. له هغه مې وپوښتل ټسټ دې کړی؟ ویې ویل؛ درملتون ته لاړم او د ازمایښت توکي مې برابر کړل، ټسټ مې وکړ. ځواب منفي و، خو سمدستي مې ځواب وانخست، نژدې ۴-۵ میاشتې یې وخت ونیوه ترڅو ځواب ترلاسه کړم. ... له هغه مې وپوښتل اوس غواړې څه وکړې؟ ویې ویل: داسې کار کوم چې هغوی د خپل کار سزا وویني."

میګویل چې په مستعار نوم او ګریم شوې څېرې د کامرې مخې ته ناست و او د هغه غږ هم د هویت پټ ساتنې لپاره د کمپیوټر په وسیله بدل شوی و، یوني ویژن ته ویلي، د هغه له نظره عمر متین "سل په سلو کې همجنسباز" و.

میګویل ویلي، عمر متین سره د هغه اړیکې تېر کال د ملګرو موندنې وبسایټونو له لارې ټینګې شوې وې.

"هغه (عمر متین) پر لاتین توکمو همجنسبازانو مین و. د هغوی قهوه ای پوستکی یې خوښېده، خو داسې یې احساسوه چې د هغوی لخوا ردېږي. هغه د پالس له کلب نه ډېرې بدې خاطرې لرلې."

میګویل ددې پوښتنې په ځواب کې چې ولې یې غوښتي عمر متین سره خپله اړیکه افشا کړي ویلي؛ "کله مې چې دا خبر واورېد، ځان سره مې وویل دا نشي کېدای د هغه چا کار وي چې زه یې پېژنم. ممکنه نه ده چې هغه دې وي."

لکه څنګه چې دغه سړي یوني ویژن ته ویلي، عمر متین هېڅکله خپل اصلي نوم هغه ته نه دی ویلی او یواځې یې ویلي چې واده یې کړی او یو زوی لري او ویلي یې چې '۳۵ کلن' دی.

عمر متین د وژل کېدو پرمهال ۲۹ کلن و، د جون په ۱۲ مه یې د پالس همجنسبازانو پر شپني کلب برید وکړ او د ۴۹ کسانو پر وژلو سربېره چې تر ډېره لاتین تبار و، لسګونه نور کسان یې ټپیان کړل او خپله د پولیسو په ډزو کې ووژل شو.

د میګویل په وینا، دوی دواړو له ۱۵ – ۲۰ ځلې یو بل سره کتلي او وروستی ځل هغوی په تېر دسمبر میاشت کې سره لیدلي وو.

کوم سړی چې یوني ویژن میګویل معرفي کړی ویلي؛ د اورلانډو له وژنو خبرېدو سمدستي یې پولیسو سره اړیکه ونیوله او پولیسو سره یې خپل معلومات شریک کړل.

یوني ویژین وایي، ددې خبرې کره والی یې له پولیسو غوښتی او هغوی تایید کړې چې میګویل له هغوی سره اړیکه نیولې ده. که څه هم بي بي سي نشي کولی ددې ادعا کره والي په مستقل ډول تایید کړي.

بلخوا پرون چهارشنبې (جون ۲۲مه) د امریکا لوی څارنوال لورتا لینچ ویلي، له ترسره شوی پراخو څېړنو سره سره، ښایي هېڅکله ونشو کولی د عمر متین ددې اقدام تر شاه یوه انګېزه د اصلي انګېزې په توګه وپېژنو.

"په داسې حال کې چې د هغه په اړه زموږ اطلاعات ډېر شوي او اوس ښه پوهېږو چې نوموړی څوک و او څه یې کول، سره له دې هم زه نشي کولی هېڅ احتمال او انګېزه له پامه وغورځوم."

ورته مطالب