بریتانویان نن اروپایي ټولنه کې پاتې کېدو یا وتلو په اړه پرېکړه کوي

د انځور حقوق Reuters

اروپایي ټولنه کې د بریتانیا پاتې کېدو یا وتلو لپاره د ټولپوښتنې رایه اچونه پیل شوې.

د پنجشنبې په ورځ (جون ۲۳مه) په سیمه ییز وخت د سهار ۷ بجو په ټوله بریتانیا کې د اروپایي ټولنې د غړیتوب په تړاو د رایې اخستنې مرکزونو خپل کار پیل کړ، او د رایو اخستنه به د شپې تر ۱۰ بجو دوام ولري.

د پنجشنبې په ورځ د بریتانیا په ډېرو سیمو کې هوا باراني او لندبله ده.

د بریتانیا د قوانیو له مخې، په هر ډول رایه اچونه کې د ګډون لپاره لازمه ده چې په شرایطو برابرو کسانو مخکې له مخکې په سیمه ییزو مرکزونو کې نوملیکنه کړې وي.

د خپرو شویو شمېرو له مخې، نژدې ۴۶ میلیون او ۵۰۰ زره کسانو په دغه ټولپوښتنه کې د ګډون لپاره نوملیکنه کړې چې په خپل ډول کې ریکارډ بلل کېږي. د بریتانیا نفوس اوسمهال تر ۶۵ میلیونو او ۱۰۰ زرو یو څه ډېر اټکل شوی دی.

په اروپایي ټولنه کې د بریتانیا د غړیتوب په اړه ټولپوښتنه په ۲۰۱۵ کال کې د لومړي وزیر ډېوېډ کامرون په مشرۍ د حاکم محافظه کار ګوند له ټاکنیزو پروګرامونو و.

ښاغلي کامرون اروپایي ټولنه کې د بریتانیا غړیتوب شرایط منصفانه ونه بلل او ویلي و چې هڅه به وکړي ترڅو شرایط ښه کړي او وروسته په اروپایي ټولنه کې د غړیتوب په اړه له خلکو نظر واخلي.

هغه ویلي، د ټولنې له نورو غړو سره د هغه خبرې مناسبو پایلو ته رسېدلي او په پایله کې د دولت اکثره غړي په اروپایي ټولنه کې غړیتوب ته د دوام ورکولو ملاتړ کوي، خو یو شمېر نور او همداراز د محافظه کار ګوند یو شمېر لوړپوړي غړي، لکه د لندن پخوانی ښاروال او د پارلمان اوسنی غړی بوریس جانسن له دې ټولنې د بریتانیا وتلو غوښتنه کړې.

د انځور حقوق Parliament
Image caption د کارګر ګوند مشر جیرمي کوربن او ډېوېډ کامرون - په اکثرو مسایلو کې مخالف او اروپایي ټولنه کې پر پاتې کېدو موافق دي.

د دولت اصلي مخالف کارګر ګوند مشرتابه غواړي چې بریتانیا په اروپایي ټولنه کې پاتې شي، که څه هم ددې ګوند ځینې غړي له اروپایي ټولنې ددې هېوادونو له وتلو سره موافق دي.

اروپایي ټولنه کې د پاتې کېدو یا وتلو تبلیغات څلور میاشتې وړاندې پیل شول او اصلي محور یې د اروپایي ټولنې بودیجه کې د بریتانیا ونډه، دې هېواد ته د نورو اروپایي هېوادونو د اتباعو ازاد تګ راتګ او ددې ټولنې له ګډو قوانینو او مقرراتو د غړو لازمي پیروي ده.

په اروپایي ټولنه کې د غړیتوب مخالفینو ویلي، د اروپایي بنسټونو لخوا تصویب شوي مقررات د بریتانیا له پارلمان نه حاکمیت اخلي او د کسب او کار لپاره پر دې هېواد نامناسب قواعد پلې کوي. هغوی د غړیتوب حق – یا اروپایي ټولنې بودیجه کې د بریتانیا حق – ددې هېواد د خلکو د پیسو ضایع کول بللي او ویلي یې دي چې پر دې بودیجې کېدای شي کورني امکانات لکه روغتیا او درملنه کې ښه والی راوستل شي.

د انځور حقوق PA
Image caption کامرون او بوریس جانسون په اکثرو مسایلو کې ګډ باور لري، خو د اروپایي ټولنې د غړیتوب په اړه یې نظرونه بېل دي.

بریتانیا ته د ټولنې غړو نورو هېوادونو د اتباعو سفر د غړیتوب له دوام سره د مخالفت له مهمو محورونو دی. د مخالفانو په وینا، د تګ راتګ ازادي او بریتانیا ته د نورو اروپایي هېوادونو د اتباعو هستوګنه به د کار ارزان ځواک د کډوالۍ سبب شي، په ځانګړې توګه د ختیځي اروپا له هېوادونو نه چې د خلکو د عاید کچه یې ټیټه ده، دا به نه یواځي له کورني ځواک نه د کار فرصت واخلي، بلکې کډوال به د ټولنیزې هوساینې له امکاناتو کارولو له لارې پر دغو امکانانو له حده ډېر فشار راولي. د هغوی په وینا، اروپایي ټولنه غواړي چې غړي هېوادونه یې ډېر کړي او نتیجه به یې بریتانیا ته د کډوالۍ ډېرېدل وي.

په مقابل کې، اروپایي ټولنه کې د پاتې کېدو پلویان یوه ازاد او پراخ بازار ته پر لاسرسي ټینګار کوي او ویلي یې دي چې بریتانیا له دې ټولنې د وتلو په صورت کې، په یواځې ځان په نړۍ کې مطلوب موقعیت پر ترلاسه کولو بریالی نه وي. هغوی د ژوند چاپیریال، ټولنیزو حقونو او بشري حقونو لپاره د اروپایي ټولنې ګډ قواعد او مقررات مطلوب او مناسب بولي او له ملي دولت نه د حاکمیت د سلب په اړه یې هم ویلي چې په اروپایي ټولنه کې اکثره مهمې پرېکړې، د ټولو غړو هېوادونو هوکړه غواړي او بریتانیا یا بل غړی هېواد کولی شي د ځانګړو قوانیو او مقرراتو د تصویب خنډ شي.

د انځور حقوق PA
Image caption عوام مجلس - د غړیتوب تاثیر پر ملي حاکمیت او د پارلمان پر واک د بحث وړ مسایلو له ډلې و.

په اروپایي ټولنه کې د غړیتوب حق ورکولو په تړاو هم دا ډله باور لري چې ددې پیسو د پام وړ برخه د مالي ملاتړ په شکل ددې ټولنې د غړي په توګه بریتانیا ته بېرته ورګرځي او کومه اندازه پیسې هم چې ورکول کېږي د هغوی خدماتو په بدل کې چې ترلاسه کوي یې د توجیه وړ دي.

ددې ډلې په وینا، د ټولنې د نورو غړو هېوادونو د اتباعو کډوالۍ په اړه زیاته مبالغه شوې او اوسمهال ټاکل شوې دولت ددې بهیر د کنټرول لپاره ځینې ګامونه عملي کړي.

بریتانیا په ۱۹۷۳ کال کې د "اروپا اقتصادي ټولنې" غړی شو او په دې بنسټ کې غړیتوب چې وروسته یې نوم اروپایي ټولنې ته واوښت، په ۱۹۷۵ کال کې ټولپوښتنې ته وړاندې شو او په ۶۷ سلنه رایو د خلکو د منلو وړ وګرځېد.

د نن ورځې ټولپوښتنې په اړه ترسره شوې نظر پوښتنې بېلابېلې پایلې لرلي دي. د تبلیغاتو په لومړۍ اونۍ کې، ډېر نظر پوښتنې د غړیتوب د دوام په ګټه وې، خو په وروستیو اونیو کې د مخالفینو شمېر ډېر شوی او د ځینو نظر پوښتنو له مخې، د دواړو لوریو ترمنځ واټن ډېر کم دی. په یو له دغو نظرپوښتنو کې چې پایلې یې د پنجشنبې په ورځ خپرې شوې، ۵۱ سلنه ګډون کوونکو اروپایي ټولنه کې د غړیتوب دوام او ۴۹ سلنې د وتلو ملاتړ کړی دی.

ورته مطالب