م.م: له شخړو د کډوالو شمېر بې سارې توګه لوړ شوی

د انځور حقوق AFP
Image caption له دغو کډوالو څه باندې نیمايي یې د سوریې، افغانستان او سومالیا په څېر له جګړو ځپلو هېوادونو کوچېدلي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې ویلي، د ۲۰۱۵ کال ترپایه د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې له شخړو او جګړو نه د تښتېدونکو کډوالو شمېر ۶۵٫۳ میلیون ته رسېدلی، چې دا تر ټولو لوړه کچه ګڼل کېږي.

ملګري ملتونه وايي، د کډوالو دا شمېر په کال کې پنځه میلیونه ډېر شوی دی.

سرچینه وايي، ښکاري چې د ځمکې پر سر له هرو ۱۳۳ څخه یو انسان کډوال شوی دی.

پر همدې مهال، د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې مشر ویلي، وېره لري چې په اروپا کې د کډوالو کړکېچ لا پسې بحراني حالت ته ورسېږي.

دا له دویمې نړیوالې جګړې راپدېخوا په نړۍ کې د وګړو تر ټولو ډېره بې ځایه کېدنه او کډوالي ده.

ملګرو ملتونو د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت پخپل راپور کې ویلي، دا لومړی ځل دی چې په نړیواله کچه د کډوالو شمېر ت ۶۰ میلیونو اوښتی دی.

له دغو کډوالو څه باندې نیمايي یې د سوریې، افغانستان او سومالیا په څېر له جګړو ځپلو هېوادونو کوچېدلي دي.

ملګري ملتونه وايي، ګڼ کډوال هڅه کوي چې ځانونه اروپا ته ورسوي او ۸۶ سلنه کډوالو ته هلته د ټیټ او اوسط عاید لرونکو هېوادونو د ننه پناه ځایونه ورکړل شي.

تر ټولو ډېره پناه په جرمني کې غوښتل شوې ده.

د کډوالو لپاره نړیوال سازمان ویلي، تېر کال د سمندر له لارې اروپا ته تر ۱۰۱۱۷۰۰ ډېر کډوال رسېدلي، خو نورو سازمانونو بیا دا شمېره تر دې هم لوړه ښودلې ده.

آی او اېیم وايي شاوخوا ۳۵۰۰۰ کډوال د وچې له لارې کډه شوي.

د انځور حقوق .

ورته مطالب