"له دې وروسته د نورو هېوادو جګړو کې برخه نه اخلو"

د انځور حقوق AFP
Image caption د سرتاج عزير په وينا پاکستان به له دې وروسته په نورو هېوادونو کې لاسوهنه نه کوي

د پاکستان د لومړي وزير د بهرنیو چارو سلاکار، سرتاج عزیز، وايي، دغه هېواد په "تېر وخت کې تل د نورو هېوادونو په جګړه کې برخه اخیستې" او له همدې امله يې اوس د خپل هېواد امنیت تر بل هر وخت زیات خراب دی.

د سرتاج عزیز په خبره پاکستان په قبایلي سیمو کې د ترهګرو ځالې له منځه وړې او که پر ډیورنډ کرښه د پولې نظام ښه نه کړل شي نو همدا ترهګر بېرته په دغو سیمو کې پټنځایونه جوړولی شي.

د پاکستان يوه شخصي ټلویزیون سره په مرکه کې ښاغلي عزیز وویل، "په اتيايمو کالونو کې پاکستان ته شاوخوا پنځه میلیونه افغان کډوال راغلل چې ورسره يې ټوپک، نشه يې توکي او ناامني هم راوړه".

سرتاج عزیز زیاتوي د ۱۱ سپټمبر تر پېښې وروسته کله چې امریکا په افغانستان کې د طالبانو حکومت نسکور کړ نو ټول وسله وال د ډیورنډ کرښې دې غاړې قبایلو ته راغلل او ورسره د دوی په هېواد کې هم ناامني خوره شوه.

سرتاج عزیز په دې مرکه کې زیاته کړه، کله چې د دوی په هېواد کې ناامنۍ زور واخیست نو تراوسه يې تر ۶۰ زرو وګړي ووژل شول او تر ۱۰۰ میلیارده کلدارو پورې يې هېواد د ترهګرۍ په پېښو کې مالي تاوان وکړ.

سرتاج عزیز وايي، د دوی اوسنی حکومت چې څنګه هم په واک کې راغی نو دا پرېکړه يې وکړه چې نور به په نورو هېوادونو کې لاس وهنه نه کوي، ځکه چې د تېرو حکومتونو د همدې لاس وهنې له امله يې هېواد نن تر ټولو زیات له ناامنۍ سره مخامخ دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو د سلاکار په خبره د دې لپاره چې هېواد يې نور د ترهګرۍ له پېښو خوندي شي، پرېکړه يې کړې چې پر ډيورنډکرښه د هر ډول انسانانو په ناقانونه توګه مخه ونیسي او له همدې امله يې په پوله د تگ راتگ د نظام ښه کولو لپاره ګامونه اخیستي دي.

له افغان پلاوي سره د تېري ورځې د ليدنې په هکله د يوې پوښتنې په ځواب کې نوموړي وویل، "له افغان پلاوي سره يې په ښه فضا کې خبرې وشوې او دواړه لوري په دې مواففې ته ورسېدل چې د پولې د نظام د ښه کولو لپاره به يو میکانیزم جوړوي".

د سرتاج عزیز په خبره افغان دولت په دې اعتراض درلود چې ولې په پوله اغزن تار لگول کېږې.

ده وويل په دې ټولو مسلو خبرو لپاره يې د دوي پلاوي ته بلنې ورکړې تر څو همدې هر څه باندې خبرې وشي، ځکه چې د ده په خبره دا یواځې د پاکستان نه بلکې د افغانستان په ګټه هم ده.

ورته مطالب