عمر متین پولیسو سره خبرو کې: د داعش جنګیالی یم

د انځور حقوق Getty

هغه برید کوونکي چې د امریکا اورلنډو د همجنسبازانو شپې نڅا کلب کې یې لږترلږه ۴۹ کسان ووژل، له پولیسو سره د برید پرمهال په خبرو کې ځان د 'اسلامي دولت' ډلې جنګیالی معرفي کړی او ویل یې چې امریکا دې د عراق او سوریې له بمباریو ډډه وکړي.

د برید او درې ساعته برمته کولو پرمهال د عمر متین او پولیسو ترمنځ د خبرو متن د دوشنبې په ورځ د امریکا د فډرالي پولیسو (ایف بي ای) لخوا خپور شوی دی.

دغه ۲۹ کلن برید کوونکي د پولیسو له ۹۱۱ شمېرې سره په خبرو کې د سوریې جګړې او د فرانسې بریدونو ته اشاره کړې ده.

ده پولیسو ته ویلي، امریکا ته دې ووايي چې په عراق او سوریه کې له بمباریو لاس واخلي ځکه له همدې کبله دی "هلته ورغلی دی".

ښاغلي متین د پولیسو له کلابندۍ وروسته ووژل شو.

ایف بي ای ویلي، متین د برید له پیلولو نیم ساعت وروسته درې ځلې ۹۱۱ شمېرې ته زنګ وهلی. نوموړي د تیلیفون کولو پرمهال لسګونه کسان یرغمل کړي وو.

د نوموړي وروستۍ اړیکه ۵۰ ثانیې وه.

ویل شوي کله چې پولیسو له هغه نه د نوم پوښتنه وکړه، ځواب یې دا و چې د "ابو بکر بغدادي او اسلامي دولت ډلې ملاتړ" اعلانوي.

د انځور حقوق Getty
د انځور حقوق

نوموړي د خپلو خبرو پرمهال د "اسلامي دولت" ډلې جنګیالی معرفي کړی.

د ایف بي ای یوه ویاند ویلي، متین "په ارامه ژبه" خبرې کولې.

دی وايي، هېڅ داسې نښه نه شته چې یوې ترهګرې ډلې دې دا برید سمبال کړی وي او ښاغلی متین یې دې په ډېر احتمال د امریکا د ننه سخت دریځۍ ته ورڅکولی وي.

د انځور حقوق
Image caption ښاغلي متین د پولیسو له کلابندۍ وروسته ووژل شو.
د انځور حقوق Getty

ورته مطالب