له اروپايي ټولنې د بريتانيا د وتلو يا پاتې کېدو په اړه سبا ته رايه اچول کېږي

Image caption د کارګر ګوند د پارلمان غړی خالد محمود اروپايي ټولنه کې د پاتې کېدو پلوی دی

پنجشنبې (۲۳ جون) به بريتانيا په اروپايي ټولنه کې د پاتې کېدو يا ترې د وتلو په تړاو پرېکړه کوي. دواړه غاړې يو پر بل سخت تورونه لګوي، خو له اروپايي ټولنې د وتلو يا "لیو کمپاين" د کډوالو ضد نظرونو له امله نيوکې کېږي. ان ځينو دغه ډله متعصبه او توکم پالوونکي بللې ده.

تر ټولو ډېره نيوکه په اروپايي ټولنه کې د پاتې کېدو پر ضد ګوند "يوکې انډپېنډسن" کېږي، چې د کمپاين ځينې توکي يې متعصب او نژاد پالوونکي بلل شوي چې له امله یې د ليو کمپاين ځينې پلويانو يې اوس ملاتړ پراېښی دی.

د دې له امله د کارګر ګوند د پارلمان غړي خالد محمود او د محافظه کاره ګوند يوې مشرې سعيده وارثي له اروپايي ټولنې د وتلو له کمپاين سره پرېکون کړی.

په اروپايي ټولنه کې د پاتې کېدو يوه ملاتړ کوونکي وزير لارډ طارق احمد له بي بي سي سره په خبرو کې ويلي، له اروپايي ټولنې د وتلو کمپاين ځينې غړو داسې خبرې کړې چې توکم پالوونکې وې، د ده په وينا دوی "د ترهګرۍ پېښې زياتېدل هم د کډوالۍ له امله بللې چې غواړي د خلکو په زړونو کې وېره پيدا کړي".

Image caption جېميز ډرج له اروپايي ټولنې د وتلو پلوی دی

خو د دغه تورونو او توکمپالنې په اړه له اروپايي ټولنې د وتلو کمپاين دريځ څه دی؟

د دغو پوښتنو په اړه له اروپايي ټولنې د وتونکي کمپاين يوه مشر او وزير جېميز ډرج بي بی سي ته وويل، "د دې خبرې په منلو کې کومه ستونزه نشته چې کډوالي په لويه انداز يوه مسله ده" او "موږ دا څنګه منلی شوو چې ترکيه د اروپايي ټولنې غړې شي او د دوی ۷۶ ميليونه اوسېدونکي بريتانيا ته د راتلو اجازه تر لاسه کړي؟ او دلته زموږ پر ښوونځو او روغتونونو بوج شي؟"

له دغه بريتانيايي وزير څخه پوښتنه په بل ډول وشوه، د ده ځواب دا و چې په اروپايي ټولنه کې د پنځو نور شامېلېدونکو هېوادونو وګړي که "بريتانيا ته راشي زيان به د بريتانيا وي". د ده په وينا "موږ همېشه داسې غلطۍ کړې دي او داسې نوې او پخوانۍ غلطۍ بايد بيا تکرار نه شي".

له جيمز ډرج څخه يو ځل بيا له دې امله پوښتنه وشوه چې د کمپاين پر ځينو خلکو د لګېدلو تورونو په تړاو وضاحت ورکړي چې وايي د مسلمانانو کډوالي د اورپکۍ له زياتوالي سره تړاو لري او يا د سوري کډوالو په اړه د یوکې انډپېنډس ګوند د " د تعصب نه ډک" پوسټر په اړه سپيناوى کړى چې له امله يې د دوی له کمپاين څخه يوزاې مسلمانه ښځينه سياستمداره سعيده وارثي له دغې ډلې جلا کېدو ته اړ ايستله.

خو د جيمز ځواب د کډوالو په مخالفت پيل او پرې پای ته ورسېد.

ورته مطالب