هند کې تندریزې برېښنا '۷۹ کسان وژلي'

هندي چارواکي وايي په درو ایالتونو (بیهار، جارکند او مدحیه) کې تندریزې برېښنا لږترلږه ۷۹ کسان وژلي. یوازې بیهار کې دري پنځوس کسان وژل شوي دي.

په ختیځ جارکند ایالت کې هم ځینې کسان وژل شوي، خو شمېره یې معلومه نه ده او په مدحیه پرادیش ایالت کې لږترلږه ۱۶ کسان وژل شوي.

تر ډېره ډېری وژل شوي کسان د کروندو کارکوونکي دي.

رپوټونه وايي، د تېرې سې شنبې په ورځ هلته ډېر بارانونه وشول.

په هند کې تندریزه برېښنا تر ډېره له موسمي بارانونو سره تړلې وي.

د هند د جرمونو د ثبت ملي ادارې ویلي، له ۲۰۰۵ کال راهیسې هر کال په دې هېواد کې د تندریزې برېښنا له کبله لږترلږه ۲۰۰۰ کسان وژل کېږي.

تر ډېره په هند کې موسمي بارانونه په جون او سپتمبر میاشتو کې ورېږي.

د تندریزې برېښنا پرمهال څه باید وکړئ؟

  • په یوه لویه ودانۍ کې کوچنی خوندي ځای یا موټر ولټوئ
  • له پراخه ځایه او ازادې فضا ووځئ، که امکان وي د غونډۍ سر ته وخېژئ
  • که د سرپناه ځای نه مومئ، پښې مو راغونډې او ځان چوملک کړئ، سر، لاسونه او پښې مو وپېچئ
  • د لوړو ونو لاندې ځان مه پټوئ
  • که چېرې په اوبو کې یاست، د اوبو غاړې ته ځان ووهئ

ورته مطالب