لیبیا کې 'مرموزې' چاودنې ۲۵ کسان وژلي

د انځور حقوق Reuters
Image caption په ۲۰۱۱ کال د لیبیا د پخواني ولسمشر معمر القذافي له پرځېدو وروسته د لیبیا امنیتي وضعیت تر هر بل وخت ډېر کړکېچن شوی دی.

رپوټونه وايي، د لیبیا پلازمېنې طرابلس ته څېرمه د "القره بوللي" سیمې په یوه هټۍ کې له شخړې وروسته چاودنې لږترلږه ۲۵ کسان وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي.

شخړه د مصراته ښار د سیمه ییزو وګړو او وسله والو کسانو ترمنځ شوې ده.

لومړی چارواکو وویل، چاودنه په یوه ډېپو کې شوې ده، خو یوه سیمه ییز وګړي بي بي سي ته ویلي، چاودنه د اورلوبو د توکو بار لارۍ له چاودلو له کبله رامنځ ته شوې.

بل خوا، د لیبیا د حکومت پلوو ځواکونو ۳۰ جنګیالي په سرت ښار کې د "اسلامي دولت" له جنګیالیو سره په جګړه کې وژل شوي.

"القره بوللي" سیمه له طرابلس نه ختیځ ته شاوخوا ۵۰ کیلومتره لیرې پرته ده، خو د مصراتې په لوېدیځ کې ۱۴۰ کیلومتره لیرې موقعیت لري.

سمیې ته څېرمه یوه خبریال بي بي سي ته ویلي، سمندرغاړې لاره په بشپړه توګه تړل شوې ده او دوی له لیرې د ډزو غږونه اورېدل.

په ۲۰۱۱ کال د لیبیا د پخواني ولسمشر معمر القذافي له پرځېدو وروسته د لیبیا امنیتي وضعیت تر هر بل وخت ډېر کړکېچن شوی دی.

ورته مطالب