د بهرنیانو لپاره کوم ښار کې ډېره قیمتي ده؟

هانګ کانګ
Image caption هانګ کانګ

د (میرسر) په نامه د یوه مشرورتي شرکت په کلني راپور کې راغلي، هانګ کانګ په ګرده نړۍ کې د بهرنیو وګړو لپاره تر ټولو ډېر قیمته ښار دی، خو په دویم کتار کې د انګولا پلازمېنه لوانډا راځي.

د انګولا پلازمېنه په وروستیو کلونو کې د توکو او ژوند لپاره تر ټولو قیمتي ښار ګڼل شوی، خو سږ کال د انګولا د مروجې پیسې د ارزښت ټیټېدو له کبله دویم کتار ته راښکته شو.

سږ کال زوریخ او سنګاپور له هانګ کانګ وروسته په درېیم او څلور کتار کې راغلي او د تېر کال ریکارډ یې ساتلی، خو توکیو بیا پنځم نمبر ته پورته شوې ده.

هانګ کانګ د نړۍ تر ټولو قیمتي ښار
د ۳ خوب لرونکو خونو کور ۱۲۰۷۷ امریکايي ډالر
جینز پتلون ۱۲۸ امریکايي ډالر
یوه پیاله قهوه ۷٫۸ امریکايي ډالر
همبرګر ۴٫۸ امریکايي ډالر
د شرابو یو کوچنی وارد شوی بوتل ۱٫۲ امریکايي ډالر

دغه راپور په یادو ښارونو کې د تنخاوو او د کارکوونکو د عاید پربنسټ چمتو شوی.

یاد راپور د نړۍ په ۲۰۹ هېوادونو کې د ژوند کچې سره پرلته کوي، چې تر ډېره پکې کرایو، ټرانسپورټ، خوړو، پوښاک او د ساتېرۍ ځایونو ته پام اوښتی دی.

د نمیبیا پلازمېنه وینډهوک بیا د بهرنیانو لپاره تر ټولو ډېر ارزانه ښار ګڼل شوی دی.

لندن ښار د یاد راپور په ۱۷ کتار کې راغلی.

د بهرنیانو لپاره تر ټولو قیمتي ښارونه
۱ هانګ کانګ
۲ لاونډا، انګولا
۳ زوریخ، سویټزرلنډ
۴ سنګاپور
۵ توکیو، جاپان
۶ کینشاسا، د کانګو دیموکراټیک جمهوریت
۷ شانګهای، چین
۸ جنیوا، سویټزرلنډ
۹ نجامینا، چاډ
۱۰ بیجینګ، چین