اسیايي شتمنو د نړۍ نورو سیالانو پرتله ډېر پرمختګ کړی

د انځور حقوق AFP

په یوه تازه رپوټ کې ویل شوي ، چې اوس د اسیا وچې پانګوال د خپلو اروپايي، شمال امریکايي او نورو سیمو د سیالانو پرتله ډېره شمتني لري.

د کاپیګیمني نومي مالي ادارې رپوټ وايي، د چاپان او چین پانګوالو شتمني په ۲۰۱۵ کال کې ۱۰ سلنه ډېره شوه.

د نړۍ د شتمني نومي دغه رپوټ کې ویل شوي، چې میلیاردرانو تېر کال د نړۍ په لر او بر کې ۶۰ ټریلیونه ډالر درلودل، چې د ۳۰ کاله پخوا پرتله دغه شته څلور برابره ډېر دي.

د یاد شرکت په خبره داسې امکان شته، چې ۲۰۲۵ کال کې دغه کچه ۱۰۰ ټریلیونو ډالرو ته ورسیږي. رپوټ کې دا هم ویل شوي، د مالي خدمتونو، تکنالوژي او روغتیايي خدمتونو له لارې ډېر شته تر لاسه شوي.

دغه رپوټ کاږي، چې د سیمې شتمن ۱۷ اعشاریه څلور ټریلیونه ډالره شتمني لري، چې د شمالي امریکا د شتمنو ۱۶ اعشاریه شپږ شتمنۍ پرتله ډېره ده.

سره له دې چې اوس هم له څلور اعشاریه ۴۵ میلیونو شتمنۍ سره ډېر میلیاردران امریکایان دي، خو د رپوټ په خبره د امریکا بازارونو کې د مساوات کچه سوکه وه او په شمالي امریکا کې د ودې کچه دوه اعشاریه درې سلنې ته ټیتېه شوې ده.

د اروپا میلیاردرانو د شته وو ډېرېدو کچه څلور اعشاریه اته وه او سره له دي، چې وزګاري پکې ریکارډ کچې ته ورسېده، اسپانیا د دغه بهیر مخکښ هېواد و.

بریتانیا په دغه لړ کې پنځم ځای درلود. د لاتین امریکا هېوادونه بیا برازیل کې د ګډوډ بازار او مالي لوړو ژورو له کبله د کاروباري ودې لړ کې له ستونزو سره مخامخ وو.

د نړۍ په کچه د شتمنو د شته وو کچه څلور سلنه ۵۸ اعشاریه اووه ټریلیونو ته زیاته شوې ده.