د کولمبیا حکومت او فارک یاغیانو تر منځ تاریخي اوربند اعلان شو

د انځور حقوق
Image caption د کولمبیا ولسمشر یووان مانویل سانتوز او د پارس یاغیانو مشر تیموچینکو د کیوبا پلازمېنه کې په دغه اړه مراسمو کې یوه بل ته لاسونه ورکړل.

د کولمبیا حکومت او کولمبیا انقلابي وسله وال ځواک یا ( فارک ) یاغیانو تر منځ تاریخي هوکړه لاسلیک شوې، چې له مخې به یې دوی په شریکه د خپل هېواد پنځه لسیزې اوږده بحران پای ته رسولو ته نژدې شي.

تمه کېږي، چې دغه هوکړه به د سولې په اړه په بشپړه توګه یوه خوله کېدو ته لاره هواره کړي.

د کولمبیا ولسمشر خووان مانویل سانتوز او د فارک یاغیانو مشر تیموچینکو د کیوبا پلازمېنه کې په دغه اړه مراسمو کې یوه بل ته لاسونه ورکړل.

په سیمه کې د دغې اوږدې جګړې له کبله اټکل کېږي، چې ۲۲۰ زره کسان وژل شوي او نژدې اووه میلیونه خلک له خپل کور کلي بې ځایه شوي دي.

د پنجشنبې ورځې اعلان د سولې هغو رسمي خبرو پایله وه، چې له دریو کلونو راهیسې د کیوبا پلازمېنه کې روانې وې.

په هوکړه لیک کې د یاغیانو وسلو تسلیمولو لپاره یو مهالوېش او دغه راز د وسلو له تسلیمولو وروسته د جنګیالو د خوندیتوب تضمین شامل دي.

د نژدې اووه زره وسله والو جنګالیو د موقت لیږد لپاره به مشخص ځایونه او کمپونه ټاکل کېږي او ملګري ملتونه به د هغوی وسلې تر لاسه کوي.

دواړه لوري لا هم د یوه بشپړ جوړجاړي رامنځته کولو، تایید او پلي کولو لپاره کار کولو ته اړ دي. دغه راز حکومت غواړي د دغه جوړجاړی په اړه د ولس رایې هم تر لاسه کړي.