ایا بریتانوي پاسپورټونه به هم بدلیږي؟

د انځور حقوق

تر څلورو لسیزو پورې د اروپايي ټولنې له غړيتوب وروسته بریتانویانو پرېکړه کړې چې له دغې ټولنې بیل شي. خو د رسمي بیلتون لپاره یو څه نور وخت هم پاتې دی.

لومړي وزیر ډېوډ کامېرون د ټولپوښتنې له پایلو وروسته ویلي خپله دنده به پریږدي. د لزبن هوکړې د ۵۰ مادې له مخې د ولسي پرېکړې پایلې کې به لومړی وزیر له اروپايي اتحادیې نه د بیلتون لپاره رسمي غوښتنلیک وړاندې کوي.

ښاغلي کامېرون ویلي دی غواړي، چې دغه غوښتنلیک راتلونکی لومړی وزیر وړاندې کړي.

کله چې د بریتانیا لومړی وزیر دغه ډول غوښتنلیک وړاندې کړي، له هغې ورځې د دوو کلونو په مودې کې باید دغه پړاو بشپړ شي. د بیلتون دغه موده د اروپايي ټولنې د ټولو غړو هوکړې په صورت کې غځول کېدای شي.

د بریتانوي پاسپورټ پر لومړي مخ اروپايي ټولنه لیکلي، خو له پاسپورټ نه د دغو تورو لرې کولو ته د بیلتون غوښتنې په اړه له پرېکړې مخکې اړتیا نه شته. له همدې کبله همدا اوس د دغه پاسپورټ لرونکي اروپا ته سفر کولای شي.

له اروپايي ټولنې د بریتانیا له رسمي بیلتون وروسته ښايي بریتانوي پاسپورټ بدل شي، په دې اړه په بشپړ باور سره څه نه شي ویل کېدای، چې له پاسپورټه به د اروپايي ټولنې توري لرې کولو لپاره ټول پاسپورټونه بدلیږي او یا به یې له ټاکلي وخته وروسته بدل شي.

انشورنس کارتونه

د اروپا روغتیايي انشورنس کارت له مخې سیلانیان کولای شي د اروپايي اتحادیې سره سره سویټزرلنډ، ناروې او ایسلنډ کې هم روغتیا خدمتونه تر لاسه کولای شي.

دغه کارتونه هم تر هغه مهال د باور وړ دي، چې بریتانیا رسماً له اروپايي ټولنې بیلیږي.

له اروپايي ټولنې سره له بیلتون وروسته ښايي بریتانیا د ناروې او ایسلنډ په څېر اروپايي اقتصادي سیمه کې پاتې کېدو لپاره کومه هوکړه وکړي، چې داسې صورت کې به بیا دغه کارتونه د اعتبار وړ وي.

که دغه هېواد په اقتصادي سیمه کې د پاتې کېدو داسې کومه هوکړه و نه کړي، هغسې دوه اړخیزې هوکړې کولای شي، چې له روسیې، استرالیا او اسراییلو سره یې لري، چې له مخې یې بریتانویان کولای شي دغو هېوادونو کې بیړنیزې طبي مرستې تر لاسه کړي.

د انځور حقوق

تر هغه مهاله چې بریتاینا په رسمي توګه له اروپايي ټولنې نه وې بېله شوې، بریتانویان کولای شي اروپايي هېوادونو ته سفر وکړي.

داسې احتمال هم شته، چې بریتانیا په واحد بازار کې د پاتې کېدو لپاره د ازادانه سفر شرط ومني.

که داسې کېږي، بریتانویان به وکولای شي په اسانۍ اروپايي هېوادونو ته سفر وکړي او که داسې نه هم کېږي نورو اروپايي هېوادونو کې ښايي د بریتانویانو پر مستقله هستوګنه ښايي بندیزونه ولګیږي، خو د ګرځندوی د ودې لپاره پر سفر د بندیزونو لګېدو احتمال ډېر لږ وي.

د موټر چلولو لایسنس

د اروپا اقتصادي زون سره سره بریتانیا له یو شمېر هېوادونو سره داسې هوکړې لري، چې له مخې یې بریتانویان کولای شي له ویزا پرته د ۹۰ ورځو لپاره هلته پاتې شي.

داسې احتمال شته، چې بریتانیا له اروپايي هېوادونو سره هم دغه ډول هوکړه وکړي.

د بریتانیا د موټر چلولو پر لایسنس هم ورته توري لیکلي او تر هغې چې دغه هېواد رسماً له اروپايي ټولنې نه وي بېل شوی، دغه لایسنس په اروپا کې د باور وړ دی او که اروپايي هېوادونو سره کومه هوکړه و نه شي، بریتانیا باید د خپل موټر چلولو لایسنس ډیزاین بدل کړي او د اوسني لایسنس له تاریخ تېرېدو وروسته باید نوی لایسنس ورکړل شي.