ټولنیزې رسنۍ د ځوانانو لپاره د خبرونو د سرچینې په توګه "تر ټلویزیون مخکې شوې"

د انځور حقوق THINKSTOCK
Image caption رپوټ وايي چې زیاتره ځوانان د خبرونو ترلاسه کولو لپاره ټولنیزې رسنۍ کاروي

رپوټ وايي چې زیاتره ځوانان د خبرونو ترلاسه کولو لپاره ټولنیزې رسنۍ کاروي

د دې رپوټ له مخې ټولنیزې رسنۍ ځوانو خلکو ته د خبرونو د اصلي سرچینې په توګه له ټلویزیونه مخکې شوې دي.

له ۱۸ څخه تر ۲۴ کلنو پورې چې د یوې سروې په ترڅ کې ورڅخه پوښتنې شوې، ۲۸سلنه کسانو ویلي چې ټولنیزې رسنۍ د دوې د خبرونو اصلي سرچینه ده، په داسې حال کې چې د ټلویزیون لپاره دا رقم ۲۴ سلنه دی.

د ژورنالیزم د څېړنې لپاره د رویټرز انسټیټوټ هم وايي چې ۵۱ سلنه خلک چې انټرنېټ ته لاسرسی لري د خبرونو ترلاسه کولو لپاره له ټولنیزو رسنیو څخه کار اخلي.

دغه بهیراو د خبرونو ترلاسه کولو لپاره له موبایل ټیلیفونونو څخه کار اخیستنې پخوانۍ دودیزې طریقې کمزوري کړې دي.

د یوګف(YouGov) څېړندویه موسسې د یوې سروې په ترڅ کې په ۲۶ هېوادونو کې تقریبا ۵۰،۰۰۰ خلکو پوښتنې کړې، چې هغو کې ۲ زره بریتانویان هم شامل دي.

راپور په خپله سریزه کې وايي دا دویم ځل دی چې د نړۍ خبري سازمانونه په دې ډول اغېزمن شوي دي چې کېدای شي په راتلونکې کې د خبرونو تولیدونکو او خپرونکو لپاره ژورې پایلې ولري.

څېړنه: روري سیلن جونز، د بي بي سي د ټکنالوژۍ د چارو خبریال

په دې راپور کې د رسنیو زړو سازمانونو لپاره چې په آنلایني عصر کې د ګټې په لټه کې دي، داسې څه نشته چې هغوې هیله من کړي.

تېر کال کې په انګلیسي ژبو هېوادونو کې تر ۱۰ سلنې لږو لوستونکو د آنلایني خبرونو ترلاسه کولو لپاره پیسې ورکړې – له دې ښکاري چې د اعلانونو خپرول د پایښت لرونکي تجارتي ماډل یواځینۍ لاره ده.

په داسې حال کې چې پر انټرنېټ د اعلانونو بندوونکي سافټویرونه په ډېرېدو دي، د حیرانتیا وړ نه ده چې د خبرونو ځینې سوداګر يې د خپل پايښت لپاره د یو ګواښ په توګه ویني.

او په داسې حال کې چې ښکاري د خبرونو مینه وال ډېر دي، ډېری خلک د خبرونو ترلاسه کولو لپاره ټولنیزو رسنیو ته مخه کوي.

دا په دې معنا ده چې په نړیوالو خبرونو کې فېسبوک تر ټولو پیاوړی ځواک دی، چې د خبرونو خپرونکي کولای شي له دې لارې پراخو مخاطبینو ته لاره ومومي، خو اړ به وي چې د فېسبوک د سیستمونو په الګوریتم یا شفرونو باندې متکي اوسي.

خو، د زړو خبري رسنیو لپاره یو ښه خبر دا دی چې تراوسه پورې ډېر جدي او درانه خبرونه خپروي چې په انټرنېټ کې يې خلک لولي، په داسې حال کې چې د نرمو خبرونو لپاره خلک ټولنیزو رسنیو ته ځي.

خو بد خبر دا دی چې جدي ژورنالیزم د قیمتي تجارت له لارې د پیسو ترلاسه کول ورځ په ورځ سختېږي.

فېسبوک او نورې ټولنیزې رسنۍ اوس یواځې "د خبرونو موندلو ځایونه" نه دي، بلکې داسې ځایونه دي چې خلک په کې هغه خبرونو مصرفوي چې دغه ټولنیزې رسنۍ يې ورته وړاندېز کوي.او زیاتره ځوان سړي او ښځې په ټولنیزو رسنیو کې خبرونه لټوي.

په همدې ترڅ کې، د چاپي ورځپاڼو خرڅلاو په کمېدو دی، په داسې حال کې چې مصرفوونکي نه غواړي پر انټرنېټ کې هم د خبرونو لپاره پیسې ورکړي.

څېړنې موندلې چې فېسبوک د خبرونو موندلو تر ټولو عامه سرچینه ده- چې د سروې ۴۴سلنه ګډون کونکو ورڅخه کار اخیستی – هلته هغوی خبرونو ګوري، شریکوي يې او تبصرې ورباندې کوي.

ورپسې، یوټیوب ۱۹ سلنه او ټویټر ۱۰ سلنه خلک د خبرونو لپاره کاروي.

دا فیصدي د امریکا په متحده ایالتونو کې د اپل خبرونو لپاره ۴ سلنه، او په بریتانیا کې ۳ سلنه ده، اوپه زیاترو هېوادونو کې د سناپچاټ پیغام رسولو وسیله ۱ سلنه خلک کاروي.

په دې وروستیو کې د فېسبوک د ټرینډینګ موضوعګانو د څانګې (Trending Topics Section ) پر سر یوه مناقشه رامنځته شوې وه. دغه څانګه د ماشین په وسیله نه بلکې د انسانانو پر مټ ایډت یا اصلاح کېږې او د دې لپاره ده چې هغه موضوعګانې راڅرګندې کړي چې په نړۍ کې خلک ورباندې بحث کوي.

دا څانګه تورنه شوې وه چې هغه خبرونه له پامه غورځوي چې د محافظه کارو سیاسي نظریاتو پلوي کوي. خو فېسبوک دا تورونه په ټینګه رد کړل، او یوې داخلي پلټنې د بې پرېوالي تر پښو لاندې کولو او تعصب کوم شواهد ونه موندل – خو په دې برخه کې یې یو شمېر بدلونونه راوستل، لکه دا لاندې:

انساني څېرونکو لپاره يې په خپلو لارښونو کې ټرمینالوژي نوې کړهڅېړونکې ډلې ته يې د څارنې نور واکونه ورکړلپه خبرونو کې به د موضوعګانو د اهمیت د ارزونې لپاره نور د بهرنیو وېبپاڼو او خبرونو پر لستونو باندې اتکا نه کوي

د الګوریتم یا د کمپوټري سیستمونو د شفرونو له لارې خبرونه

دغه څېړنه وايي، مشتریان په دې خوښ دي چې خبرونه یې د الګوریتم یا د کمپیوټري سیستمونو د شفرونو له لارې غوره شي، د څېړنې یا سروې ۳۶ سلنه ګډون کوونکو ویلي دوې غواړي چې د خوښې خبرونه يې د هغو خبرونو پر بنسټ غوره شي چې دوې پخوا لوستلي دي، او ۲۲ سلنه ګډون کوونکو ویلي خوښ دي چې خبرونه يې د هغو خبرونو پربنسټ چمتو شي چې د دوې ملګرو لوستلي دي.

خو ۳۰ سلنه خلک غواړي چې د خوښې خبرونو غوره کول یې د ماشین پر ځاې د انسانانو تر بشري څارنې لاندې وي، او ډېری خلک اندېښمن دي چې الګوریتم یا کمپیوټري سیستمونه کېدای شي یواځې داسې خبرونه د دوې لپاره غوره کړي چې خلک یواځې هغه خبرونه ولیدلای شي چې همفکره یا یو بل ته ورته نظرونه لري.

د راپور مشر لیکونکی نیک نیومن وايي "خلک د خپلو خبرونو د غوره کولو لپاره د الګوریتم آسانتیا خوښوي، خو اندېښمن دي چې آیا دا به پدې معنا وي چې مهم ټکي یا ننګونکي نظرونه به ورڅخه پاتې شي که څنګه،"

, ايرلنډ ۹, پورتګال ۹ , کاناډا ۹ , جرمني ۸ , هنګري ۸ , د چک جمهوريت ۷

اتريش ۷ يونان ۷ بريتانيا ۷

هغه کسان چې تېر کال يې پر انلاين خبرونو پيسې ورکړې (په سلو کې)

ناروې ٪۲۷
پولنډ ۲۰ ٪
سويډن ۲۰ ٪
ايټاليا ۱۶ ٪
ډنمارک ۱۵ ٪
فنلنډ ۱۵ ٪
جاپان ۱۲ ٪
هالنډ ۱۲ ٪
بلجيم ۱۲ ٪
فرانسه ۱۱ ٪
سويس ۱۰ ٪
اسټراليا ۱۰ ٪
اسپانيا ۱۰ ٪
امريکا ۹ ٪
ايرلنډ ۹ ٪
پورټګال ۹ ٪
کاناډا ۹ ٪
جرمني ۸ ٪
هنګري ۸ ٪
د چک جمهوريت ۷ ٪
اتريش ۷ ٪
يونان ۷ ٪
بريتانيا ۷ ٪

یو بل بدلون چې دغې څېړنې موندلې دا دي چې د خبرونو موندلو لپاره زیاتره له ځیرک ټیلیفونونو څخه کار اخیستل کېږي.

د څیړنې زیاترو ګډون کونکو ویلي چې د خبرونو ترلاسه کولو لپاره يې له ځیرک ټیلیفون څخه کار اخیستی، په سویډن کې تر ټولو لوړه ۶۹ سلنه، کوریا ۶۶ سلنه او په سویتزرلینډ کې ۶۱ سلنه، او هغوی ویلي چې د خبرونو ترلاسه کولو لپاره د دې پر ځای چې مستقیما د خبرونو وېبسایټونو ته ورشي یا د هغوې اپ وکاروي، زیاتره خلک له ټولنیزو رسنیو څخه کار اخلي.

راپور داهم وايي چې کاروونکي د ټولنیزو رسنیو تر شا، له نیمايي لږ وخت، اصلي خبري سرچینو ته پام کوي، چې کله کله دا کار د دودیزو خبري رسنیو د اندېښنې وړ ګرځي.

ښاغلی نیومن وايي دودیزې خبرې رسنۍ "نشي کولای چې ټولنیزې رسنۍ له پامه وغورځوي، په تېره بیا که غواړي چې ځوانو سړیو او ښځو ته ځان ورسوي"، خو هغه دا مني چې دې کار یوه معضله رامنځ ته کړې ده.

هغه وايي "په دې توګه، هغوې د دې خطر سره مخ دي چې کېدای شي پر محتویاتو باندې کنټرول او لوستونکوسره اړیکي له لاسه ورکړي او هغوې نورو محتویاتو ته بوځي، نو دوې باید د ټولنیزو رسنیو په کارولو کې انډول وساتي، او د خپل ځان لپاره د کاروونکو یو وفاداره بنسټ جوړکړي".

دا راپور د نورو شریکانو تر څنګ د بي بي سي خبري څانګې، ګوګل او افکام په مرسته چمتو شوی.