'د شریعت له مخې د نر ښځو نکاح روا ده'

Image caption خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت د پاکستان تاریخ کې لومړی ځل د نرښځو د خیر ښېګړې لپاره په بودیجه کې ۲۰ میلیونه روپۍ ځانګړې کړې

د پاکستان پنجاب ایالت په مرکزي ښار لاهور کې له ۵۰ ډېرو مفتیانو فتوا ورکړې، چې په شرعي توګه د نرښځیانو نکاح روا ده.

دغه فتوا د اتحاد امت پاکستان نومي سازمان په غوښتنه خپره شوې.

د دغه تنظیم مشر ضیالحق نقشبندي وايي، له ۵۰ ډېرو مفتیانو فتوا ورکړې، چې هغه نرښځي، چې بدن کې یې د ناروینه وو نښې نښانې ډېرې وي، له هغو نرښځو سره نکاح کولای شي، چې بدن کې یې ښځينه نښې ډېرې وي.

د فتوا له مخې ویل شوي، چې عام نارینه او ښځينه هم له هغو نرښځو سره نکاح کولای شي، چې د بدن علامات یې څرګند وي. مفتیانو ویلي هغو نر ښځو سره نکاح کول روا نه دي، چې په بدن کې یې د نارینه وو او ښځينه وو ګډ علامات موجود وي.

مفتیانو دغه راز له حکومته غوښتي چې د نرښځو حقونو ته درناوي وکړي، ځکه په وینا یې دا یې مسوولیت دی.

فتوا کې ویل شوي، چې د نرښځو د حقونو لپاره باید د علماوو تر څارنه لاندې قوانین جوړ شي. دغه راز فتوا زیاتوي، چې نرښځي په جایداد کې د شریعت له مخې برخه لري او وايي باید هغه مور پلار مجازات شي، چې نرښځو اولادونو ته برخه نه ورکوي.

مفتیانو ویلي، د شریعت له مخې نرښځو پورې خندل او سپکې سپورې ورته ویل حرام دي.

دغه راز له حکومته غوښتل شوي، چې باید نرښځو ته د تابعیت پاڼې ورکړل شي، چې د هېواد د نورو اوسېدونکو په څېر په دندو، کاروبار او ټولنیزو چارو کې برخه واخیستلای شي.

بل لور ته دا لومړی ځل دی، چې خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت د نرښځو د خیر ښېګړې لپاره په بودیجه کې ۲۰ میلیونه روپۍ ځانګړې کړې دي.