د الوتکې نسکورولو له کبله ترکیې له روسیې نه بښنه غوښتې

د انځور حقوق

کریمیلن وايي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردګان د سوریې او تر کیې پر پوله د خپل هېواد پوځیانو له لوري د روسۍ جنګې الوتکې نسکورولو له کبله بښنه غوښتې.

د یوه ویاند په خبره رجب طیب اردګان ولسمشر ولادمیر پوتین ته په یوه لیږلي پیغام کې د وژل شوي پیلوټ له کورنۍ سره 'خواخوږي او ژوره خواشیني ' څرګنده کړې.

نومبر میاشت کې له پېښې وروسته ترکیې د بښنې نه غوښتلو له کبله د مسکو غوسه وپاروله. روسي چارواکو پر ترکیې د سوداګریزو بندیزونو او دغه هېواد ته د روسي سیلانیانو تګ لغو کولو سره غبرګون څرګند کړی و.

هغه مهال ښاغلي پوتین ویلي و، بندیزونه به تر هغه مهاله پر ځای وي، چې ترکیې بښنه ترې وغواړي. د کریمیلین ویاند دیمتري پیسکووف په خبره ولسمشر اردګان په خپل لیک کې د هغې پېښې له کبله خواشیني څرګنده کړې او وايي نوموړي د اړیکو بېرته پرځای کېدو هیله ښوولي.

ترکیې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. د نوموړي ویاند په وینا ترک ولسمشر په خپل لیک کې کښلي، چې روسیې ته د یوه دوست او دفاعي ملګري هېواد په سترګو ګوري.

د تېر کال نومبر په ۲۴ نېټه د ترکیې ایف شپاړس ډوله الوتکې د روسیې ایس یو ۲۴ ډوله الوتکه وویشته او دغه جنګي الوتکه د سوریې په لتاکیا سیمه کې نسکوره شوه.

پېښه کې د نسکورې شوې الوتکې پیلوټ وژل شوی و او مرستیال یې کونستین مراکتین ژوندی پاتې شو، چې وروسته خپل هېواد ته وسپارل شو.

ترکي چارواکو هغه مهال ویلي و، چې پنځو دقیقو کې روسۍ الوتکه لس ځله د ترکیې خاورې ته واوښته او له همدې کبله خبرداری هم ورکړل شوی و.

خو د روسیې دفاع وزارت ویلي و، چې الوتکې یې د سوریې په خاوره کې دننه الوت کاوه.