القاعدې 'دوه کاله په ځنځیرونو تړلی وم'

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د پاکستان د پخواني لومړي وزیر یوسف رضا ګیلاني زوی د لومړي ځل لپاره له القاعدې سره د خپل درې کلن یرغمل د کلونو په اړه له بي بي سي سره غږېدلی دی.

علي حیدر ګیلاني وویل، القاعدې ورته وویل چې له پلاره یې د غچ اخیستو په موخه تښتولی دی.

ښاغلی ګیلاني وايي، د پیسو او له زندانه د القاعدې شبکې د نوموتو غړو د خوشي کېدو پر غوښتنې سربېره، نوموړي ته وویل شول چې دغه ګام دې له پلاره د غچ اخیستنې په موخه پورته شوی، ځکه چې د هغه د لومړي وزارت پرمهال د القاعدې شبکې پخوانی مشر او بنسټګر اسامه بن لادن پاکستان کې ووژل شو.

علي حیدر ګیلاني په زندان کې د خپل ژوند په اړه ویل: ''دوه کاله یې په ځنځیرونو تړلی وم، یو کال او دوه میاشتې مې اسمان نه و لیدلی او پر خپل پوستکي مې د لمر د وړانګو احساس هېر کړی و''.

نوموړی په شمالي وزیرستان کې د بې پیلوټه الوتکې له یوه برید وروسته، چې د القاعدې شبکې یو مرکز پکې په نښه شوی و، پاکستان طالبانو ته وسپارل شو.

Image caption د ګیلاني د تښتول کېدو پرمهال د هغه زوی محمد جمال الدین کوچنی ماشوم و.

دی وايي د جګړې په سیمه کې و، چې په وینا یې هلته د ټانکونو، بې پیلوټه او جیټ الوتکو، توغندیو او ټولو جنګي وسایلو په مټ بریدونه کېدل.

ده زیاته کړه، د هغه برید موخه القاعده وه، چې دی یې افغانستان کې په ترڅ کې وژغورل شو.

دی وايي، وروسته تر هغه چې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر د یرغمل شوي زوی په توګه یې ځان ځواکونو ته معرفي کړ، نو خوندي سیمې ته بیا ولېږدول شو.

علي حیدر ګیلاني وايي، القاعدې شبکې د خپل مشر ایمن الظواهري د کورنۍ د ځینو غړو، چې ښځې هم پکې دي، د خوشي کېدو غوښتنه کوله.

د انځور حقوق Reuters
Image caption علي حیدر ګیلاني د ۲۰۱۳ مې میاشت کې د پاکستان له ملتان نه د ټاکنیز کمپاین پرمهال وتښتول شو، چې تېره میاشت د افغانستان پکتیکا ولایت کې د ځانګړو امریکايي ځواکونو د عملیاتو په لړ کې وژغورل شو.

علي حیدر ګیلاني د ۲۰۱۳ مې میاشت کې د پاکستان له ملتان نه د ټاکنیز کمپاین پرمهال وتښتول شو، چې تېره میاشت د افغانستان پکتیکا ولایت کې د ځانګړو امریکايي ځواکونو د عملیاتو په لړ کې وژغورل شو.

علي حیدر وايي دی شپږو کسانو وتښتاوه.

ګیلاني لاهور کې د اوسېدو ځای کې بي بي سي ته وویل، د بند په درې کلنه موده کې ورسره د کراچۍ اوسېدونکی او د القاعدې شبکې مهم غړی ضیا هم و.

نوموړی وايي، له تښتول کېدا وروسته ترې لومړۍ پوښتنه دا وشوه چې ''شیعه یې که سني؟زما سترګې یې تړلې وې، خو په غوږونو مې یې خبرې اورېدې، چې ټولو پنجابي ژبه خبرې کولې.''

علي حیدر وايي له پاکستاني طالبانو سره یې د بند عمر یوڅه ښه و:

''زه نه وم تړل شوی، د قدم وهلو او د لمر لیدو اجازه راکول کېده''.

دی وايي '' ان ځینې وخت د بي بي سي رادیو اورېدو اجازه هم راکول کېده، همدا مې له بهرنۍ نړۍ سره د اړیکې یوازېنۍ وسیله وه''.

''طالبانو له کریکټ سره مینه لرله''.

Image caption شپږ کلن جمال الدین د خپل پلار د خوشي کېدو خوښي لمانځي

''یوه ورځ مې له دوی وغوښتل چې د کریکټ سیالیو د خبر اورېدو لپاره رادیو راکړي. هغه په نړیوالو اتلولیو کې د پاکستان لوبه وه، چې پاکستان له سوېلي افریقا وګټله''.

علي حیدر وايي ''ډېر لمنځونه به مې کول. په همدې فکر کې وم چې د خپل زوی لپاره ژوندی پاتې شم''.

د ګیلاني د تښتول کېدو پرمهال د هغه زوی محمد جمال الدین کوچنی ماشوم و.

ورته مطالب