مصر لبنانۍ خبریاله لیلیان داوود وشړله

د انځور حقوق .

مصر یوه لبنانۍ خبریاله لیلیان داوود وروسته تر هغه له هېواده وشړله، چې د مصر له (ان ټي وي) سره یې څو ساعته وړاندې پنځه کلن تړون پای ته رسېدلی و.

مصري امنیتي کسانو اغلې داود د قاهرې (الزمالک) سیمه کې له خپل کوره رایستلې او هوايي ډګر ته یې بېولې ده.

د قاهرې هوايي ډګر ځینو چارواکو ویلي، اغلې داود د مسافرو تمځي ته د ځینو امنیتي کسانو په ملګرتیا رسول شوې، خو هېڅ کوم بکس ورسره نه دی لیدل شوی او بیروت ته د الوتنې په تمه وه.

لیلیان داود په 'ون ټي وي' تلوېزیون کې د 'بشپړ انځور' په نامه یوه سیمه ییز سیاسي خپرونه مخته وړله.

پر تلوېزیون د دغه پروګرام خپرېدل وروسته تر هغه ودرول شول، چې تلوېزیون په تېره مې میاشت کې مصري شتمن سوداګر نجیب ساویرس وپېره.

د یاد پروګرام ایډیټر عامر تمام رویټرز ته ویلي: ''دا برید د رسنیو او ازادۍ خبریالۍ پروړاندې برید دی، موږ هڅه کوله چې متوازنه خبریالي وکړو''.

داود د دوشنبې په شپه پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي وو: ''د ۲۰۱۱ کال له جولای راهیسې له (ون ټي وي مصر) سره د خپل ۵ کلن قرارداد پای ته رسېدل اعلانوم''.