د یمن المکلا کې ځانمرګو بریدونو ۳۵ کسان وژلي

د انځور حقوق AP

د یمن سوېل ختیځ 'المکلا' ښار کې، چې تر تېر اپرېل میاشتې پورې د القاعدې شبکې ټینګ مرکز و، پر یمني ځواکونو ځانمرګو بریدونو لږترلږه ۳۵ کسان وژلي او ۲۴ نور یې ټپیان کړي دي.

یوه امنیتي چارواکي ویلي، درې پرله پسې بریدونه په ساحلي ښار د تلاشۍ په ځایونو کې له لمر لوېدو سره سم داسې مهال شوي چې ځواکونو روژه ماتي ته تیاری نیوه.

یاد چارواکی وايي، څلورم برید د پوځ د یوه مرکز په دروازه کې وشو چې ''۱۷ پوځيان، لاروي ماشومان او ښځې پکې ووژل شوې''.

سرچینې فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي، ټول ځانمرګي بریدونه وو.

المکلا د یمن د حضرموت ولایت مرکز دی، چې یو کال وړاندې له القاعدې شبکې سره و.

دغه ښار یو کال وړاندې د سعودي عربستان په مشرۍ د ایتلاف په پوځي ملاتړ د یمن ځواکونو له القاعدې شبکې بېرته ونی.

د امریکا ددفاع وزارت تېره میاشت وویل، د ښار د عملیاتو لپاره یې په المکلا کې 'محدود شمېر' امریکايي پوځيان ځای پرځای کړي وو.

د امریکا سمندري ځواکونه هم المکلا ته نژدې ځینې بېړۍ لري.

القاعدې شبکې په عربي ټاپووزمه کې له ۲۰۰۹ کال راهیسې یمن د خپل ټینګ سنګر په توګه کارولی و او 'اسلامي دولت' (داعش) نومې ډلې په یمن کې د تشې ډکولو په موخه د یمن په سوېل او سوېل ختیځ کې بریدونه ډېر کړل.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د ملګرو ملتونو د یوه راپور له مخې، د یمن روانه جګړه کې تر ۶۴۰۰ ډېر خلک، چې نیمايي یې ولسي وګړي ديو وژل شوي، ۲٫۸ میلیون نور بې ځایه شوي دي.
د انځور حقوق Reuters
د انځور حقوق Reuters
Image caption په نړیواله کچه د یمن د پېژندل شوي ولسمشر عبد ربه منصور هادي د پلویانو او حوثي یاغیانو ترمنځ کورنۍ جګړې د یمن امنیت ترینګلی کړی دی.

د یمن یوه امنیتي چارواکي ویلي ''د ښار له نیول کېدو وروسته، امنیتي ځواکونو په چاپو کې د القاعدې شبکې سلګونه جنګیالي نیولي، ګڼ بریدونه یې شنډ کړي او له چاودېدونکو توکو ډک نژدې ۲۰ موټر یې نیولي دي''.

په نړیواله کچه د یمن د پېژندل شوي ولسمشر عبد ربه منصور هادي د پلویانو او حوثي یاغیانو ترمنځ کورنۍ جګړې د یمن امنیت ترینګلی کړی دی.

د ملګرو ملتونو د یوه راپور له مخې، د یمن روانه جګړه کې تر ۶۴۰۰ ډېر خلک، چې نیمايي یې ولسي وګړي ديو وژل شوي، ۲٫۸ میلیون نور بې ځایه شوي دي.

د انځور حقوق AP
د انځور حقوق Reuters

ورته مطالب