هند کې ولې دوه مسلمانان د غوا خوشایو خوړلو ته اړ شول؟

د انځور حقوق Manoj Dhaka
Image caption . د هند په هاریانا ایالت کې د غواړ حلالول او یا یې غوښه خرڅول ناقانونه کار دی

په یوه وېډیو کې ښکاري، چې د هند دوه مسلمانان له دې کبله د هندوانو له خوا د غوا خوشایو خوړلو ته اړ شوي، چې ګني له ځانه سره یې د غوا یوه اندازه غوښه لېږدوله.

د هندي رسنیو رپوټونه وايي، پېښه په هاریانا ایالت کې شوې، چې ویل کېږي دوو مسلمانانو ډیلي ته غوښه لېږدوله.

یوه هندي رضاکار خبریالانو ته ویلي، دواړه سړي له شیدو او مستو سره د غوا ګډو شویو خوشایو خوړلو او متیازو څښلو ته اړ شوي.

هندوان غوا یو سپېڅلی حیوان ګڼي. د هند په هاریانا ایالت کې د غوا حلالول او یا یې غوښه خرڅول ناقانونه کار دی، خو په نورو ایالتونو کې بیا ناقانون نه دی.

(هندوستان ټایمز) ورځپاڼې د دغو دوو مسلمانانو نومونه مختیار او ریجوان یاد کړي چې وايي د میوات سیمې اوسېدونکي دي.

ورځپاڼه کاږي، دواړه سړي د غوا د خوشایو خوړلو ته له اړ ایستل کېدو وړاندې وهل شوي دي.

د انځور حقوق AP

د ورځپاڼې په وینا، په خپره شوې وېډیو کې هندي رضاکاران ښکاري چې دواړه سړي د فرید اباد پولیسو ته سپاري چې ورسره د غوا غوښه هم ده.

د ورځپاڼې په خبره، دغه سړي وروسته تر هغه نیول شوي، چې هندوانو ته د غوا د غوښې چاقاق کولو خبر ورغی.

د ورخپاڼې پربنسټ، دواړو سړیو د غوا ۷۰۰ کیلوګرامه غوښه لېږدوله.

د انځور حقوق AP