د نړیوالې اقتصادي ودې په اړه د اوباما خبرداری

د امریکا ولسمشر بارک اوباما وايي له اروپایي ټولنې د بریتانیا وتل "د نړیوالې اقتصادي ودې په اړه د اوږد مهالو اندېښنو" لامل کېږي. اوباما وویل د بریتانیا وتل په دغه هېواد او یا په ټوله کې په اروپا کې د پانګونې بهیر د ودې خنډ کېدلی شي

نوموړي د بریتانیا له لومړي وزیر ډیویډ کامیرون او اروپایي ټولنې له مشرانو غوښتل چې د بریتانیا وتلو لپاره د یوه منظم بهیر ډاډ ترلاسه کړي.

د اروپایي ټولنې مشرانو تر ناستې وروسته خبرداری ورکړ که بریتانیا غواړي د اروپا ګډ بازار ته لاسرسی وساتي، باید د خلکو ازاد تګ راتګ ته غاړه کېږي.

د اروپایي ټولنې ۲۷ هېوادونو مشرانو په تېرو څه دپاسه ۴۰ کلونو کې د چهارشنبې په ورځ په لومړي ځل د بریتانیا په نه شتون کې غونډه وکړه.

ښاغلي اوباما په اوتاوا کې د امریکا، کاناډا او مکزیک د مشرانو په ناسته کې چې د درېیو هېوادونو اقتصادي اړیکو پیاوړي کولو لپاره جوړه شوې وه، خبرې کولې.

اوباما وویل، د مرکزي بانکونو او مالیو وزارتونو چمتو کېدل ښيي چې "نړیوال اقتصادی به په لنډ مهال کې پایدار پاتې شي."

هغه زیاته کړه: "د بریتانیا د وتلو په صورت کې فکر کوم په اوږدمهال کې د نړیوالې ودې په برخه کې واقعي اندېښنې شته او دا بریتانیا یا په ټوله کې په اروپا کې د پانګونې بهیر د ودې پروړاندې خنډ ګرځي."

هغه وویل، "دا چې نړیواله وده د پخوا په پرتله کمزورې ده، دا بدلون له شرایطو سره مرسته نه کوي."

'تازه ساه واخلئ'

اوباما همداراز په ټینګه له ازادې سوداګرۍ دفاع وکړه.

هغه پرته له دې چې د جمهوري غوښتونکي ګوند ډونالډ ټرمپ نوم یاد کړي چې له دې طرحې سره مخالف دی وویل، "زموږ د تاریخ په اوږودو کې داسې وختونه و چې (د عوام فریبو سیاستوالو لخوا) کډوالۍ ضد احساسات کارول شوي. خو وګورئ چې څه شول؟ کډوالۍ دوام وموند."

د انځور حقوق AFP
Image caption اوباما وویل مېرمن میرکل د غچ اخستو لېواله نه بلکې د بریتانیا اغېزمن وتل غواړي.

ښاغلي اوباما وویل، د هغه اصلي پیغام بریتانیا او جرمني ته دا دی چې "ټول باید تازه ساه واخلي. فکر کوم لاره به له ستونزو او ننګونو ډکه وي، خو لازمه نه ده چې په وارخطایۍ ترسره شي."

هغه وویل، د جرمني لومړۍ وزیرې انګېلا میرکل سره یې خبرې کړي او پوهېږي چې مېرمن میرکل د غچ اخستو لېواله نه بلکې د بریتانیا اغېزمن وتل غواړي.

مېرمن میرکل د اروپایي ټولنې یو له هغو مشرانو وه چې د چهارشنبې په ورځ یې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د اتباعو ازاد تګ راتګ د اروپایي ګډ بازار له بنسټیزو برخو ده.

د بریتانیا لومړي وزیر ډېوېډ کامیرون تېره اونۍ له اروپاي ټولنې د بریتا وتلو ته تر رایې وروسته وویل چې غواړي له دندې لاس واخلي. په هغه ټولپوښتنه کې د وتلو پلویان د ۵۲ سلنه رایو په خپلولو سره د هغو پروړاندې بریالی شول چې غوښتل یې بریتانیا اروپایي ټولنه کې پاتې شي.

ښاغلي کامیرون له همغه مهاله ټینګار کړی چې له اروپایي ټولنې د وتلو خبرې اترې به د راتلونکي لومړي وزیر پرغاړه وي. تمه کېږي چې راتلونکی مشر تر اکتوبر میاشتې د چارو واګې په لاس کې اخستې وي.

ورته مطالب