اروپايي‌ ټولنه: د ازاد تګ راتګ په اړه جوړجاړی نه شوو کولی

د انځور حقوق
Image caption له اروپايي مشرانو سره له لیدو وروسته ډونالډ ټوسک او جیان کلاوډ یونکر د جوړجاړي نه کولو پر خپل دریځ ټینګار کړی

اروپايي مشرانو خبرداری ورکړی، که بریتانیا له ټولنې وتلو وروسته هم غواړي، چې واحد بازار کې پاتې شي، باید د خلکو د ازادانه تګ راتګ اصل ته درناوی وکړي.

د اروپايي شورا مشر ډونالډ ټوسک ویلي بریتانیا نه شي کولای، چې یوازې د خپلې خوښې امتیاز واخلي.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

فرانسوي او جرمن مشرانو هم په ورته توګه ویلي، د اروپایانو ازاد تګ راتګ مخنیوي په اړه هېڅ ډول جوړجاړي ته چمتو نه دي.

د بریتانیا په هغه ټولپوښتنه کې، چې د اروپايي ټولنې پرېښودو په اړه وشوه، د اروپا له بې وزله هېوادونو دغه هېواد ته د خلکو تګ راتګ یوه مهمه موضوع وه.

یو شمېر کمپاین کونکو چې له اروپايي ټولنې د بریتانیا وتلو پلویان وو، څرګند پیغام درلود، چې باید هېواد ته د بهرنیانو تګ راتګ کنترول شي.

د انځور حقوق
Image caption د چهارشنبې ورځې په خبرو کې بریتانیا برخه نه درلوده

د بریتانیا لومړي وزیر ډېوېډ کامېرون، چې وايي خپله دنده پريږدي ویلي، د ازادانه تګ راتګ په اړه به پرېکړه راتلونکی حکومت او لومړی وزیر کوي. نوموړي د خپل هېواد پارلمان غړو ته وویل: ''زه په دې کې هېڅ شک نه لرم، چې دا یوه پیچلې موضوع ده.

رښتیا خو دا دي، چې دا په اروپايي ټولنه کې دننه هم یوه پېچلې موضوع وه، چې موږ هلته د خبرو له لارې د بدلون راوستو وړتیا لرله او څرګنده ده، چې له ټولنې بهر به دا موضوع نوره هم پېچلې وي.''

د ښاغلي ټوسک په خبره د سپتمبر په ۱۶ نېټه به له بریتانیا پرته د اروپايي ټولنې یوه بله غونډه وشي، چې پکې به له ټولنې د بریتانیا د وتلو پر موضوع خبرې وشي.

له بریتانیا پرته د ټولنې ۲۷ غړو هېوادونو په یوه اعلامیه کې ویلي، دوی هیله کوي، چې بریتانیا به راتلونکي کې د ټولنې د یوه نژدي ملګري هېواد په توګه پاتې شي او وايي، موږ هیله کوو، چې بریتانیا به دې لړ کې خپل هوډ څرګند کړي.

د انځور حقوق
Image caption د سکاټلنډ مشره وزیره نیکولا سټرجن وايي له اروپايي مشرانو یې د 'خواخوږۍ' پیغام موندلی

بل لور ته د سکاټلنډ مشرې وزیرې نیکولا سټرجن په برسلز کې له هغه وروسته اروپايي ټولنې چارواکو سره خبرې کړې، چې سکاټلنډ په ټولنه کې د پاتې کېدو لپاره رایې ورکړه.

نوموړې وايي له اروپايي مشرانو یې د 'خوا خوږۍ پیغام' موندلی او وايي که کومه داسې لاره ومومي، چې سکاټلنډ په ټولنه کې پاتې کېږي، نو خوښه به یې کړي.

د اروپايي کمېسیون مشر جیان کلاوډ یوونکر په وینا سکاټلنډ دا حق موندلي، چې خبره یې واورېدله شي، خو وايي اروپايي ټولنه نه غواړي د بریتانیا په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي.

د فرانسې ولسمشر او د اسپانیا لومړي وزیر دواړو ویلي دوی په بالقوه توګه په اروپايي ټولنه کې د سکاټلنډ له غړیتوب سره مخالف دي.