هند: د نړۍ تر ټولو لوړې څوکې ته د مېړه، ښځې ختلو ادعا

د انځور حقوق
Image caption مېرمن او ښاغلي راټور وايي، غره ته د ختلو ارمان یې پوره شوی دی

هندوستان کې پولیس د دوو غرختونکو د هغې ادعا په اړه پلټنې کوي، چې وايي د دغه هېواد لومړۍ جوړه ده، چې د نړۍ تر ټولې لوړې غر څوکې ( ماونټ ایوریسټ ) ته ختلي دي.

ډينیش او تاراکیشوري راټوړ د روانې میاشتې په لومړیو کې خبریالانو ته وویل، چې د مې میاشتې په ۲۳ نېټه دغې ۸۸۵۰ متره لوړې څوکې ته وختل.

خو یو شمېر نور غر ختونکي بیا تور لګوي، چې دغه دواړه غر ختونکو چې پولیس دي غره ته دختلو جعلي تصویرونه خپاره کړي دي.

مېرمن او ښاغلي راټوړ او هغو لارښوونکو چې دوی سره غره ته ختلي، دغه تورونه رد کړي دي.

د انځور حقوق
Image caption هغه کمپنۍ چې غره ته د ختلو زمېنه یې برابره کړې وايي، د دوی ادعا سمه ده

کله چې بي بي سي له مېرمن راټور سره اړیکه ونیوه، د هغې ټینګار دا و، چې دا او میړه یې ایوریسټ څوکې ته ختلي وو.

د پونې سیمې یوه لوړپوړي پولیس چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، بي بي سي ته وویل، دوی له دغې جوړې او هغو غرختونکو سره چې د دوی ادعا ناسمه بولي په ګډه د موضوع په اړه څېړنه کوي:

''دغې جوړې ته د نیپال حکومت د سیلانیانو اړوند ادارې د غر ختلو سند ورکړی دی او موږ هڅه کوو له نیپالي چارواکو د دغه سند د اصلیتوب په اړه معلومات واخلو. ''

مېرمن او ښاغلي راټوړ د جون میاشتې په ۵ نېټه یوه خبري غونډه کې وویل، چې ' ارمان یې پوره شوی او د نړۍ تر ټولو لوړې څوکې ته په بریالیتوب سره وختل.'

د انځور حقوق
Image caption د کمپنۍ پر ویبپاڼه هم هغه انځورونه خپاره شوي، چې وايي غره ته د دغې جوړې د ختلو پر مهال اخیستل شوي

خو د همدې پونې سیمې یوه غر ختونکي سریندرا شیلکي له یو شمېر نورو غرختونکو سره یو ځای ویلي، له هغې ورځې، چې راټوړ جوړې غره د ختلو تکل کړی و او بیا خبرې غونډه کې د غر سر کولو ادعا یې وکړه، دغې موضوع ته یې د شک په سترګه کتل.

نوموړي دا هم وویل، چې فکر کوي هغه عسکونه چې میړه، مېرمن په کې غره د ختلو په حال کې لیدل کېږي په لاس جوړ شوي دي.

خو د نیپال کټمنډو ښار کې د ماکالو ایډونچر نومي ادراې مشر چې غرختونکو ته یې د سفر زمینه برابره کړې، بي بي سي ته وویل، چې دواړه مېرمن او میړه یې د نړۍ تر ټولو لوړې څوکې ته ختلي وو.

د دغې ادارې پر ویبپاڼه هم هغه انځورونه خپاره شوي، چې وايي غره ته د دوی له ختلو وروسته اخیستل شوي وو.