د کشمیر ډول وهونکي چې روژتیان پېشلمي ته راویښوي

د انځور حقوق

د روژې میاشت کې هره شپه، چې د هند تر کنترول لاندې کشمیر کې نژدې ټول خلک په خوب ویده وي، محمدرفیق واڼي د پامپور سیمې کوڅو ته ووځي او خپل ډول ته ډنګ ورکړي، چې ویده خلک پېشلمي ته ویښ کړي.

سحر خواني یا پېشلمي ته د خلکو راوېښول په کشمیر کې له پیړیو راهیسې دود دی. که څه هم د سیمې جوماتونو له لاوډسپیکرونو هم د پېشلمي د وخت په اړه اعلانونه کېږي، خلک خپل ساعتونه د ټاکلي وخت سره سم عیاروي، چې زنګ ووهي او ان اوس خو د موبایلونو په زنګ هم خلک له خوبه راکښینې، خو لا هم د ډول په ډنګ د پیشلمي وخت رارسېدو دود په نژدې ټول کشمیر کې شته.

د انځور حقوق

ډېر دغه ډول وهونکي خورا بیوزله ژوند تېروي. ۳۹ کلن واڼي هم د دوو خونو په یوه ودانۍ کې له خپلې مېرمن، ماشومانو، مشر ورور او ناروغې مور سره اوسي.

واڼي اووه کاله مخکې د پخواني ډول وهونکي له مړه کېدو وروسته ډول غاړې ته کړ او له هغه راهیسې د روژې میاشت کې له یوه خپلوان سره یو ځای د شپې شاوخوا دوې بجې کوڅو ته وځي او روژتیان د پېشلمي لپاره راویښوي. هغه وايي:

د انځور حقوق

دغه کوڅې د شپې لخوا شاړې وې. د کشمیر سیاسي حالت هم ښه نه دی، کله نا کله ډاریږم، خو بیا مې خپل ماشومان سترګو ته ودریږي او نه شم کولای د دوی لپاره د یو څو روپیو موندلو فرصت ضایع کړم.

واڼي وايي، خلک په دغه میاشت کې ښه سخاوت کوي. پروسږ کال مې د روژې پای کې ۱۵۰۰۰ روپۍ ( ۲۲۱ ډالر ) وګټلې.

د انځور حقوق

د سرینګر ښار۴۵ کلن عبدالصمد لون له نژدې دوو لسیزو راهیسې د خپلې سیمې خلک پیشلمي ته راویښوي.

لون هغې کرښې ته نژدې اوسي، چې لاین اف کنټرول یې بولي او کشمیر په دوو برخو وېشي. هغه وايي کوچنی وم، چې دغه دنده مې پیل کړه، د سیمې خلکو راسره تل مرسته کړې.

۱۹۹۰ کلونو کې، د لون مشر ورور د اورپکو ملګری شو او وايي له هندي پوځ سره په جګړه کې ووژل شو.

لون وايي پلار یې هم وژل شوی، کور یې ویجاړ شوی و او دوی تېښتې ته اړ شوي وو. په کشمیر کې د تاوتریخوالي لومړیو کلونو کې د پېشلمي لپاره د ډول غږولو دود هم نژدې له منځه لاړ.

د انځور حقوق

ډېرو ډول وهونکو هغه مهال د امینتي ستونزو له کبله خپله دنده پرېښوده.

لون وايي څو ځلې امنیتي ځواکونو ونیولم او بېرته یې پرېښودلم، خو وايي اوس حالات ښه شوي دي.

لون چې د کال په نورو شپو ورځو کې د خادم په توګه د یوه جومات خدمت کوي په خندا وویل، روژه ډېرې ښې هیلې له ځانه سره راوړي، خلک د نغدو پېسو او خوراکي توکو په بڼه مرسته راسره کوي، ځینې خلک اوړه، وریجې او بوره راکوي. پروسږ کال یې نژدې ۶۰۰ کیلوګرامه وریجې راکړې.