اختر کله دی؟

Image caption له اختره نژدې دوې اونۍ مخکې د اختر لپاره د چمتوالي لړ کې بازارونو کې ګڼه ګوڼه ډېره شي

داسې ویل کېږي چې اختر ښايي‌ د سې شنبې په ورځ وي، چې د جولای ۵ مه کېږي. خو لکه د تل په څېر تر هغې چې میاشت نه وي لیدل شوي د اختر اعلان نه کېږي.

افغانستان او يو شمېر نور اسلامي هېوادونه معمولاً له سعودي عربستان سره د مياشتې په ليدو روژې نيسې او اخترونه لمانځي.

دلته په بريتانيا کې د لندن مرکزي جومات اعلاميه خپروي، چې له مخې یې ځايي مسلمانان اختر لمانځي.

په همدې توګه په مصر کې دار الافتاء او هم متحده عرب اماراتو، کويت، قطر، سودان، پاکستان او هم لبنان او عراق کې د مياشتې ليدلو کمېټې او ډلې د میاشتې لیدلو یا نه لیدو اعلان کوي، چې له مخې یې د کوچني اختر لمانځنه کېږي.

په ډېرو اسلامي هېوادونو کې کوچينۍ اختر درې ورځې رخصتي وي، په داسې حال کې چې په نورو هېوادونو کې بيا د مسلمانانو ټولنې د خپلو ديني ادارو له لارې د مياشتې په ليدلو د اختر لمانځنه کوي.

د افغانستان په ګډون ډېری مسلمانان د روژې میاشتې په ورستیو شپو ورځو کې د کوچني اختر لپاره چمتووالی کوي.

په دې ورځو کې هټۍ وال هم ډېر بوخت وي او مشتریان یې هم ډېر وي.

د انځور حقوق

په بازارونو کې ګڼه ګوڼه ډېره شي او معمولاً خلک له خپل وس سره سم نوي کالي، خواږه، مېوې او د اړتیا وړ نور توکي رانیسي.

د اختر ورځ هغه وخت دی چې ډير خلک یې په خوښیو لمانځي او د یو بل کورونو ته ورځي.

د نورو دودونو ترڅنگ د لوى شمېر افغانانو په منځ کې دا دود هم دى چې کوژده شوی هلک دې د اختر او نوي کال په ورځ د نجلۍ کور ته سوغاتونه او تحفې ور ولېږي.

یو دود چې په ډېرو سیمو کې له ډېره وخته ډېر مشهور دی، په ځانګړې ډول د مېرمنو او نجونو ترمنځ، د نکریزو ايښودل دي.

نه یوازې په کلیوالو سیمو کې بلکې په ښارونو کې هم یو شمېر مېرمنې پر لاسونو او پښو نکریزې لګوې او دې سره د اختر خوښۍ لمانځي.

داسې شکایتونه هم اورېدل کېږي، چې ګواکې یو شمېر دکاندارن د اختر له رارسېدو سره د توکو بیې لوړوي، خو دې سره هم هر کال د مشتریانو په شمېر کې کوم پام وړ لږوالی نه لیدل کېږي.

د روژې پیل او د اختر ورځې ټاکل تل د یو شمېر اسلامي هېوادونو تر منځ یوه ناندریزه موضوع ده او آن دیني پوهان هم نه دي توانېدلي چې د حل لپاره یې لار وګوري.