سعودي دیني علماوو د مدینې منورې ځانمرګی برید غندلی دی

د انځور حقوق EPA

سعودي عربستان کې د دیني عالمانو تر ټولو لوړپوړې شورا په دغه هېواد کې د هغه برید په ګډون، چې نبوي جومات ته څېرمه وشو، درې ځانمرګي بریدونه غندلي دي.

د شورا په خبره بریدګرو ' هرې سپیڅليتیا ته بې احترامي کړي ' نبوي جومات ته نژدې برید کې د امنیتي ځواکونو څلور کسان وژل شوي وو او د جدې او القطیف بریدونو کې یوازې بریدګر وژل شوي وو.

که څه هم د بریدونو شکونه پر اسلامي دولت نومي ډلې کېږي، خو تر اوسه کومې ډلې د بریدونو مسوولیت نه دی منلی.

تېر کې اسلامي دولت نومي ډلې د سعودي عربستان پاچاهي ړنګولو غوښتنه کړې او په خلیج هېوادونو کې یې پر شیعه لږکیو او امنیتي ځواکونو بریدونه کړي دي.

دغې ډلې د روژې میاشت کې د ترکیې، بنګله دېش او عراق په ګډون یو شمېر اسلامي هېوادونو کې د یو شمېر خونړیو بریدونو مسوولیت منلی او یا یې مسووله بلله شوې. د

دوشنبې په شپه ناوخته جده کې یوه بریدګر د امریکا کونسلګرۍ ته نژدې له باروتو ډک واسکټ ته چاودنه ورکړه، چې اغوستی یې و.

د سعودي عربستان کورنیو چارو وزارت دغه بریدګر یو ۳۵ کلن پاکستانی وباله، چې د دوی په وینا عبدالله ګلزار خان نومیده او له تېرو ۱۲ کلونو راهیسې یې دغه هېواد کې شخصي ګاډی چلاوه.

سعودي عربستان کې د ټولنیزو رسنیو ډېرو کاروونکو د مدینې منورې برید تور پر اسلامي دولت نومي وسله والې ډلې پورې کړ.

د ۱۲ ساعتونو په مودې کې د دغې ډلې د نوم عربي مخفف ' داعش ' له هشټګ سره ۲۰۰ زره ټویټر پیغامونو کې ویل شوي وو، چې ' داعش ډلې د نبوي جومات بې احترامي کړې ده '

د انځور حقوق EPA

دویم برید په القطیف سیمه کې د شیعه ګانو یوه جومات ته څېرمه وشو.

هلته یوه ځايي اوسېدونکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې له بریدګره پرته په هغه برید کې چا ته زیان نه دی اوښتی، ځکه په وینا یې په جومات کې کسان د روژه ماتې لپاره کورونو ته تللي وو.

خو د کورنیو چارو وزات بیا ویلي له پېښې وروسته یې د دریو کسانو مړي موندلي او پېژندلي دي، خو دوی نور جزیات نه دي ورکړي.

له دې لږ وروسته په مدینه منوره کې یوه ځانمرګي بریدګر په ځان پورې تړلي باروت هغه مهال وچوول، چې زرګونه لمونځ کونکي نبوي جومات کې د ماښام لمانځه لپاره یوځای کېدل.

د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند وويل:

''امنیتي ځواکونو نبوي جومات ته نژدې په هغه ځای کې یو مشکوک سړی ولید، چې د ګاډو درولو لپاره ځانګړی شوی دی. کله چې دوی دغه سړي ته د درېدلو اشاره وکړه، هغه په ځان پورې تړلي چاودیدونکي توکي وچوول، چې په پایله کې یې خپله بریدګر ووژل شوو او د امینتي ځواکونو درې کسان شهیدان او پنځه نور ټپیان شوو.''

د سې شنبې په ګهیځ د سعودي عربستان علماوو شورا یوه اعلامیه خپره کړه، چې پکې یې ویلي دغه بریدګر، چې دوی ( مرتد ) بللي، هېڅ مقدساتو ته درناوی نه لري او نه هم کوم دین یا وجدان لري. د شورا مشر عبدالله الشیخ وايي:

د انځور حقوق Reuters

''د دغه بوږنونکی جرم عاملین داسې هېڅوک نه شی کېدای، چې په زړه کې یې د ایمان یوه ذره هم ولري.''

په مصر کې د الازهر پوهنتون مشرتابه هم د مدینې منورې برید غندلی او دا یې د نبوي حرم الشریف بې حرمتي بللې.

د ایران بهرنیو چارو وزیر په یوه ټویټر پیغام کې په دې اړه لیکلي:

''ترهګرو ته نورې هېڅ داسې سرې کرښې نه دي پاتې چې ترې تېر شي. تر هغې چې موږ ټول یو موټی نه شو، شیعه ګان او سنیان به د دغه ډول بریدونو ښکار کېږي.''

د سعودي عربستان دولتي خبري اژانس د کورنیو چارو وزیر او شهزاده محمدبن نایف له قوله ویلي:

''د هېواد په لر او بر کې رغنده امنیتي ګامونه پورته شوي او د الله تعالی شکر دی، چې دغه اقدامات ورځ تر بلې نور هم ګټور کېږي.''

نوموړي د جدې برید ټپیانو پوښتنې پر مهال دغه څرګندونې کړې.