جورج بوش: له صدام حسین نه پرته نړۍ ډېره ښه ده

د انځور حقوق AP

د امریکا پخواني ولسمشر جورج بوش له واکه د عراق پخواني ولسمشر صدام حسین پرځولو لپاره پر عراق د پوځي برید دفاع کړې او د متحده ایالتونو اوسني دولت چارواکو د عراق جګړې په تړاو د وروستي راپور په اړه غبرګون ښوولی دی.

په ۲۰۰۳ کال کې پر عراق پوځي برید کې د بریتانیا ونډې په اړه د څېړنیز پلاوي تر راپور خپرېدو وروسته، د امریکا پخواني ولسمشر ویاند په یوه وینا کې ویلي، "پر اطلاعاتي کمیو او نورو تېروتنو سربېره چې ولسمشر بوش وړاندې هم منلي او د هغې مسوولیت یې منلی هغه همداراز باور لري چې عراق کې د واک په رائس کې د صدام نشتوالي سره، ټوله نړۍ ښه ځای دی."

په دغه بیانیه کې ویل شوي: "ولسمشر بوش له ترهګرۍ سره جګړه کې په ژوره توګه د امریکایي پوځیانو او ددې هېواد د ملګرو خدمتونو او سرښندنو ته درناوي کوي او ټینګار لري چې متحده ایالتونو هېڅکله هم د لومړي وزیر ټوني بلییر په مشرۍ بریتانیا نه نژدې ملګری نه دی لرلی."

بلخوا د سپینې ماڼۍ ویاند جوش ارنسټ ویلي، "د عراق له جګړې سره د ولسمشر اوباما مخالفت په بشپړه توګه څرګند او ثبت شوی او ولسمشر په خپله ټوله کاري دوره کې د هغې لویې پرېکړې له عواقبو سره لاس او ګرېوان و او ښایي راتلونکي ولسمشران هم همداسې حالت ولري."

ښاغلي ارنسټ زیاته کړه: "مهمه دا ده چې متحده ایالتونو له خپلو تېرو تېروتنو پند واخلي."

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند جان کربي په یوه خبري ناسته کې ددې راپور خپرېدو په تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، ددې راپور موضوع په جګړه کې د بریتانیا په رول پورې اړوند ده او ارزول یې هم د هغه هېواد چارواکو پورې تړاو لري.

ښاغلي کربي زیاته کړې: "اوسمهال زموږ پام پر سوریې، په عراق او سوریه کې د داعش پر ماتولو، او په عراق کې پر هغو لازمو سیاسي او اقتصادي اصلاحاتو کې د عراق له لومړي وزیر حیدر عبادي سره پر مرستې ورټول دی چې ښاغلی عبادي فکر کوي هېواد یې ورته اړ دی."

ښاغلي کربي ویلي، اوسمهال د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کیري ټوله پاملرنه هم پر همدغو موضوعاتو ده او "موږ د هغو پرېکړو قضیې سپړلو ته لېوالتیا نه لرو چې په ۲۰۰۳ کال کې د عراق جګړې سبب شول."

د امریکا دفاع وزیر شتون کارټر د څېړنیو کمیسیون راپور په اړه له نظر څرګندولو ډډه کړې.

تېره ورځ د جان چیلکټ په مشرۍ د عراق جګړه کې د بریتانیا ونډې په اړه څېړنیز پلاوي ددې څېړنو تر پیلولو اووه کاله وروسته خپل راپور په ۷۰۰۰ پاڼو کې چې بېلابېل اسناد او مدارک، د کارپوهانو نظرونه او د موندنو تجزیه او شننه ده، خپور کړ.

که څه هم ددې راپور موضوع، پر عراق په برید کې د بریتانیا دولت د ګډون پرېکړې بهیر او عواقبو ارزول و، خو دې جګړې ته د لارو چارو برابرولو او جګړه پیلولو کې د امریکا د وخت دولت د رول او دواړو هېوادونو د مشرانو نژدې اړیکو له امله، د امریکا موقعیت او د ښاغلي بوش نوم په دې راپور کې مطرح شوی.

ورته مطالب