پولیس: د ټوپکوال کور کې مو چاودېدونکي توکي وموندل

پولیسو د جمعې په ورځ د میکا جانسن کور تالاشي کړ
Image caption پولیسو د جمعې په ورځ د میکا جانسن کور تالاشي کړ

د دالاس پولیسو ویلي، د ټوپکوال مایکا جانسن په کور کې یې چاودېدونکي توکي، وسلې او مهمات موندلي دي. پر نوموړي د پنځو پولیسو د وژل کېدو شک دی، چې وړاندې یې د امریکا پوځ کې هم کار کړی دی.

پولیس وايي، د ښاغلي جانسن کور یې تلاشي کړی، چې د وسله والو نښو او ډزو اړوندې مجلې یې هم پکې موندلې دي.

د ټکساس ایالت د دالاس د پولیسو مشر د جمعې په ورځ وویل، مایکا جانسن له پولیسو سره په نښته کې ووژل شو، چې غوښتل یې سپین پوستي کسان، په تېره بیا سپین پوستي پولیس ووژني.

۲۵ کلن مایکا جاکسن چې د پېښې اصلي عامل ګڼل کېږي، د امریکا پوځ کې هم کار کړی دی. هغه تېره شپه له پولیسو سره په نښته کې ووژل شو.

د انځور حقوق Facebook
Image caption د امریکا پوځ وايي، مایکا جانسن له ۲۰۰۹ کال راهیسې تر ۲۰۱۵ پورې پوځ کې و او په ۲۰۱۰ کال د سرپرکمشر/ ضابط رتبې ته رسېدلی و
د انځور حقوق Reuters

امریکايي چارواکي وايي، هغه ټوپکوال چې دالاس پولیسو سره نښته کې ووژل شو، د پولیسو لخوا د تورپوستانو وژل کېدو ناراضي کړی و او غوښتل یې د پولیسو سپین پوستي افسران ووژني.

د ښار د پولیسو مشر ډېوېډ براون وايي، مشکوک پولیسو ته ویلي، چې دا هر څه يې په یوازې سر کړي.

امریکايي رسنیو دغه ۲۵ کلن کس میکاه جانسن نوميږي.

د دوو تورپوستو د وژل کېدو وروسته په دالاس کې د لاریون پر مهال یوه ټوپکوال سړي ډزې وکړې، چې پایله کې یې پنځه پولیس ووژل او اووه نور ټپیان شوو.

درې کسان د پېښې په تړاو نیول شوي دي.

د پولیس مشر په خبره مشکوک کس هغه مهال ووژل شو، چې دوی په هغه ودانۍ کې چاودیدونکي توکي وکاروول چې بریدګر په کې محاصره و.

ښاغلی براون وايي بریدګر یوه مرکچي ته ویلي و، چې د پولیسو له لاسه د تورپوستان وژل کېدو پېښو نارضي کړی، له سپین پوستانو ناراضي دی، غواړي سپین پوستي او په ځانګړې توګه سپین پوستي پولیس افسران ووژني.

د امریکا ټکساس ایالت په دالاس ښار کې پولیسو له دې مخکې ویلي و، د پنجشنبې شپې د مظاهرو پرمهال ډزې شوې چې پنځه پولیس افسران پکې وژل شوي او اووه نور ټپیان دي.

دغه مظاهرې د پولیسو له خوا د دوو تورپوستو سړو د وژل کېدو په غبرګون کې شوي.

د ښاغلي براون په خبره بریدګر ویلي و، چې له کومې ډلې سره تړاو نه لري او په یوازې سر یې دغه برید کړی. خو پولیس بیا ویلي، دوی په دې باور دي، چې بریدګر له یوه ډېر کسان دي.

د انځور حقوق epa
Image caption دغه مظاهرې د پولیسو له خوا د دوو تورپوستو سړو د وژل کېدو په غبرګون کې شوي.

برید له ځايي وخت سره سم ماښام اته بجې او پنځه څلوېښت دقیقې داسې حال کې پیل شو، چې مظاهره کونکو د ښار پر لور خوځښت پیل کړ. پولیس وايي دغه برید له مخکې په منظمه توګه پلان شوی و.

د متحدو ایالتونو ولسمشر باراک اوباما، چې د ناټو سرمشریزه کې د ګډون لپاره پولنډ کې دی دا 'پر امنیتي ځواکونو یو کرغیړن برید' بللی دی.

نوموړي وویل د دغې ناوړه پېښې له کبله د دالاس ټول اوسېدونکي غمجن دي.

ښاغلي براون له دې مخکې ویلي و، چې داسې باور کېږي، چې بریدګرو داسې مهال په همغږې توګه برید وکړ، چې لاریون نژدې پای ته رسېده.

له دې مخکې د دالاس پولیسو مشر ډېوېډ براون ویلي و، چې 'د پولیسو او یوه وسله وال سړي تر منځ نښته روانه ده، چې پر پولیسو ډزې کوي'

د نوموړي په وینا 'یوه مشکوک کس، چې موږ ورسره خبرې کړې وايي، چې دغه نښته پای ته رسېدونکې ده او دغه کس ښايي د امنیتي ادارو نور کسان هم ټپیان کړي او دا چې دغه کس ګاراج او شاوخوا کې بمونه ځای پر ځای کړي دي.'

وروسته دالاس پولیسو په یوه ټویټر پیغام کې ولیکل:

''موږ یوه بل ملګری له لاسه ورکړ.''

له دې مخکې د چهارشنبې په ورځ پولیسو مینیسوټا ایالت کې یو تور پوستی کس هغه مهال په ډزو وویشت، چې له موټر نه یې لایسنس اخیست.

له هغه یوه ورځ مخکې په لوزیانا ایالت کې پولیسو یو بل تور پوستی کس الټن سټرلینګ په ډزو وواژه.

د انځور حقوق Facebook
Image caption په فېسبوک تصویرونو کې بریدګر په پوځي دریشي کې لیدل کېږي