عبدالستار ايدهي کراچۍ کې خاورو ته وسپارل شو

د انځور حقوق AFP

د پاکستان د ايدهي خيريه ټولنې بنسټ اېښودونکی عبدالستار ايدهي چې د تېرې جمعې په شپه د دغه هېواد په کراچۍ ښار کې مړ شوی و خاورو ته وسپارل شو.

د عبدالستار ايدهي زوی، فيصل ايدهي ويلي وو، پلار يې د خپل ځان لپاره ۲۵ کاله وړاندې په ايدهي کلي کې قبر تيار کړی و.

تر دې وړاندې د ښاغلي ايدهي جنازه د کراچۍ په ملي سټوډيم کې ترسره شوه چې د ځينو لوړ پوړو چارواکو سربېره په لوی شمېر خلکو په کې ګډون کړی و.

د سولې نوبل جایزې ګټونکې پښتنې ملالې یوسفزۍ د عبدالستار ایدهي مړینه بشریت ته لویه ضایع بللې ده.

نوموړې له بي‌ بي سي‌ سره په خبرو کې وویل، د ښاغلي ایدهي‌ ژوند ځانګړی و چې موږ ترې ډېر څه زده کولی شو او نوموړي ته د درناوي‌ لپاره موږ باید یو ښه کار وکړو.

د عبدالستار ايدهي په وينا د خيريه کارونو الهام يې د خداي خدمتګار باچاخان څخه اخيستی او وايي دی زما اتل دی. نوموړي په يوه مرکه کې ويلي وو که څوک ساده او غوره ژوند ليدل غواړي د پښتنو سيمې ته دې ولاړ شي د ده په وينا "د ژوند ساده ګي مې له پښتنو زده کړې ده".

د انځور حقوق AFP
Image caption د سولې نوبل جایزې ګټونکې پښتنې ملالې یوسفزۍ د عبدالستار ایدهي مړینه بشریت ته لویه ضایع بللې ده.

ملاله يوسفزی وايي "د سولې د جايزې د کټلو له امله زه حق لرم چې د نوبل لپاره د چا نوم ورکړم او ما عبد الستار ايدهي نومولی دی"، ده د انسانيت خدمت کړی او ټول عمر يې دې کار ته ورکړی و.

عبدالستار ايدهي د پښتورګو په ناروغۍ اخته و او له اوږدې مودې درملنې وروسته د جمعې په شپه د ۸۸ کلونو په عمر ومړ.

عبدالستار ایدهي له خپلې مېرمنې بلقیس ایدهي سره په شریکه په کراچۍ کې له یوه امبولانس او یوه کوچني کلینيک سره خیریه چارې پیل کړې وې، خو اوس یې ټولنه د پاکستان په بېلابېلو برخو کې په خورا پراخه کچه د امبولانسونو خدمتونو وړاندې کولو تر څنګ د یتیمو ماشومان پالنې مرکزونه، د نشه يي کسانو د درملنې کلینکونه لري.

د انځور حقوق EDHI
Image caption عبدالستار ایدهي په کراچۍ کې له یوه امبولانس او یوه کوچني کلینيک سره خیریه چارې پیل کړې وې

د نوموړي په مرکز کې د پاخه عمر داسې ګڼ کسان هم اوسي، چې بې کوره دي.

د بي بي سي خبريال رياض سهيل په وينا د نوموړي د جنازې په مراسمو کې د پاکستان ولسمشر ممنون حسين، د پوځ د مشرانو او د سياسي ګوندونو مشرانو ګډون کړی و چې ټينګ امنيتي تدبيرونه ورته نيول شوي وو.

د نوموړي د مرګ له امله په پاکستان کې درې ورځنی ماتم اعلان شوی و.

د پاکستان د سمندري ځواک وياند ويلي وو چې د ايدهي جنازه د سمندري ځواک يوه ټولي له ملي سټوډيم څخه ايدهي کلي ته ولېږدوله.

د عبدالستار ايدهي زوی، فيصل ايدهي له رسنيو سره په خبرو کې له حکومته غوښتي وو چې د عبدالستار ايدهي د جنازې لپاره دې لارې سړکونه نه بندوي.

ورته مطالب