فیسبوک میسنجر ته د 'پټ پیغام' اسانتیا ورزیاتېږي

د انځور حقوق Facebook

فیسبوک د شخصي پیغامونه د خوندي کولو لپاره په فیسبوک میسنجر کې بل اپشن ورزیاتوي.

دغه اپشن په ازمایښتي ډول میسنجر ته ور زیات شوی، خو دمګړۍ د هر چا لپاره نه دی.

د فیسبوک په خبره، دغه اپشن به د کاروونکي په خوښه پیغامونه نه څرګندوي او لېږل کېدونکی پیغام به په یوه ټاکل شوي موبایل یا کمپیوټر کې ثبتېږي او یوازې به له هماغه ماشینه د لوستو وړ وي.

د مخفې باڼدار د پیلولو چاره هم انتخابي ده، خو تر اوسه پورې د دغو خدمتونو له لارې د ویډيو لېږلو په اړه پرېکړه نه ده شوې.

دا خدمتونه لا لومړني او هر چاته د لاسرسي وړ نه دي.

په دغه اپشن سره فیسبوکیان کولای شي پخپله خوښه د پیغام نه ښکاره کېدو مهال وټاکي.

فیسبوکیان باید دغه اپشن یوازې په یوه ټاکل ي( موبایل، ټابلېټ یا کمپیوټر) کې وکاروي، ځکه مخفي پیغامونه هم په همدې ماشین کې کوټ کېږي.

د انځور حقوق FACEBOOK

یاد اپشن د اړینو معلوماتو لکه بانکي حسابونو او نورو لپاره رامنځته شوی، دمګړۍ پکې د ویډیو لېږلو اسانتیا نشته او بله دا چې د مخفي بانډار د پیلولو او د پیغام د کوټ کولو چاره هم انتخابي ده.

ورته مطالب