د جونو پلټونکې سپوږمکۍ د مشتري مدار ته ننوته

Image caption د لویوالي پرتله: تر اوسه هېڅ یو داسې فضايي ماشین چې د لمرد انرژۍ په مرسته کار کوي له لمر نه دومره لیرې شوی نه و، نو ځکه يې د لمر د وړانګو د جذبولو لپاره صفحې (پینلونه) دومره غټې جوړې شوي.

د جونو په نامه د امریکا د متحدو ایالتونو د فضايي څېړنو ادارې (ناسا) یوه پلټونکې فضايي مصنوعي سپوږمکۍ چې له ۲۰۱۱ کال راهیسې په لمریز نظام کې سفر کوي، په بریاليتوب د مشترې سیارې مدار ته ننوته.

د مشتري مدار ته د نژدې کېدو پروخت د هغې راکټي ماشین په مرسته چې بریتانیا کې جوړ شوی ددې سپوږمکۍ سرعت کم شو او ويې کولای شول چې د مشتري سیارې مدار ته ننوځي.

که راکټي ماشین پرټاکلي وخت فعال شوی نه وای یا د ناکافي وخت لپاره یې فعالیت کړی وای، د ۱٫۱ میلیاردو ډالرو دا مصنوعي سپوږمکۍ (سفینه) به د مشتري له سیارې نه تېره او په بې پایه ژوره فضا کې به ورکه شوې وای.

هیله کېږي چې جونو به په راتلونکو ۱۸ میاشتو کې د مشتري سیارې پرشاخوا څرخي او ددې سیارې تر ورطځولاندې شیانو په اړه به معلومات ترلاسه کوي.

د جونو پلټونکې سپوږمکۍ دنده دا ده چې د مشتري ستره سیاره له نژدې وګوري او معلومه کړي چې هغه له څه شي څخه او څرنګه جوړه شوې ده.

دا به هم معلومه شي چې ایا د مشتري د منځ هسته یا زړی د ټینګو جامدو توکو څخه جوړ شوی او که دا سیاره ټوله له غلیظو غازونو څخه جوړه شوې ده.

سلګونه کاله کېږي چې د مشتري پرمخ یو ستر سور رنګه داغ لیدل کيږي چې په حقیقت کې د اور یوستر توپان دی، هیله کېږي چې جونو به د هغې په اړه هم نوي معلومات ترلاسه کړي.

ددې فضايي سپوږمکۍ (سفینې) اصلي څېړونکی ساینسپوه سکاټ بولټن د ټکساس د څېړنو په انسټیټوټ کې کار کوي.

هغه وايي ددې څېړنو نتیجو ته ډېر لېواله دی خو وايي د لمریز نظام ترټولو سترې سیارې ته نژدې د سپوږمکۍ د الوتنې په اړه اندېښمن دی.

هغه بي بي سي ته وویل ''د مشتري هرڅه افراطي بڼه لري، ډېره ناکراره سیاره ده.''

''هرڅه يې ''په ستره کچه دي''. د لمریزنظام د ټولو سیارو په پرتله پکې [راډیو اکټیف] وړانګې شدیدې دي، ترټولو پیاوړې مقناطیسي ساحه لري، په خورا ډیرې چټکتیا سره څرخي.

''موږ باید دغسې یو چاپېریال کې خپل کار سمبال کړو او دا سپوږمکۍ هم لکه د یو زغره وال ټانک په شان جوړه شوې ده.''

  • مشتري د ځمکې په پرتله ۱۱ برابره پراخه او۳۰۰ ځلې ستره ده
  • مشتري د ۱۲ ځمکنیو کلونو په ترڅ کې یوځل د لمر پرشاوخوا راڅرخي، یوه ورځ يې ۱۰ ساعته کېږي
  • د جوړښت له پلوه د یوه ستوري په شان ده، چې زیاتره له هایډروجن او هیلیوم غازونو جوړه شوې ده
  • ترفشارلاندې، هایډروجن د برېښنا لېږدوونکې مایع باندې بدلېږي
  • کیدای شي همدا ’میتالیک هایډروجن’ د مقناطیسي ساحې سرچینه ويد مشتري پرشاخوا زیاتره وریځې چې لیدل کیږي امونیا او هایډروجن سلفایډ لري
  • هغه ''پټۍ'' یا لیکې چې د مشتري پرمخ لیدل کيږي له ختیځه د لوېدیځ پرلور چلېدونکو پیاوړو بادونوله امله پیدا کېږي
  • د مشتري پرمخ سترسور داغ په حقیقت کې یوسترڅرخېدونکی توپان دی چې د ځمکې د کرې په پرتله دوه واره پراخ دی.

له مشتري خپرېدونکې وړانګې د هغې د پیاوړې مقناطیسې ساحې له امله دي، چې زرې يې د لمر وړانګوسرعت ته نژدې سرعت سره خپرېږي.

کارپوهانو د جونو مدار داسې چمتو کړی دی چې د مشتري پرشاخوا خطرناکو سیمو ته لاړه نه شي.

انجنیرانو په جونو کې ځینې حساس الکټرونیک وسایل نصب کړي چې له ټیټانیوم نه جوړشویو دېوالونو درلودونکي یو صندوق دننه خوندي ساتل شوي.

خو سره له دې، ځینې وسایل لکه بهرنۍ کمره به يې په ۲۰۱۸ کې د فضايي بېړۍ د ماموریت په رسمي پای کې له کاره ولوېږي.

انجنیرې هایډي بیکر وویل د جونو بریالیتوب به په دې پورې تړلی وي چې ''زغره وال پوښ'' يې ترکومه حده ساتي.

هغې وویل ''[ له دې پرته] جونو د څه باندې ۲۰ میلیونه راډه راډیو اکتیف وړانګو سره مخامخ کېږي، دا به داسې وي لکه یو انسان چې د یوکال په ترڅ کې ۱۰۰ میلیونه ځلې د غاښونو عکس اخیستلو لپاره ایکسرې (ایکس وړانګې) وکاروي.

خو جونو هغه وخت کولای شي د اړتیاوړ معلومات ترلاسه کړي چې کله کله د مشتري دپاسه وریځوته تقریباً ۵۰۰۰ کیلومتره ځان نژدې کړي.

د جونو په نامه دا مصنوعي سپوږمکۍ په ۹ ډولو وسایلو مجهزه شوې ده چې هدف يې د مشتري پرمخ د رڼا د په زړه پورې وړانګو څېړنه او ددې سیارې پرشاوخوا د راز راز ډېرو طبقو په اړه د معلومات ترلاسه کول دي.

یوه مهمه پلټنه داده چې ایا د مشتري په اتموسفیر کې اوبه شته دي که نه - د لمریز نظام د مشتري سیارې په سیمه کې به کوم وخت څومره اکسیجن موجود و او ایا داسې کومې نښې به وي چې د مشتري له جوړېدو راهیسې بدلونونو په اړه معلومات راکړي.

د جاذبې قوې د کچې په اړه د دقیقو معلوماتو په مرسته به روښانه شي ایا مشتري کوم ټینګ جامد زړی (هسته) لري که څنګه.

ساینسپوهانو د مشتري د مرکز د فعالیتونو په اړه ځینې ماډلونه جوړ کړي، خو شونې نه ده چې د هغې فزیکي چارې په ځمکنیو لابراتوارونو کې وازمویل شي.

د کولراډو د پوهنتون یوڅیړونکی، فران بګینال، وايي ''د ځمکې اتموسفیري فشار یوه درجه (بار) دی، د مشتري په مرکز کې هغه [اتموسفیري فشار] ۸۰ میلیونه درجې (بار) دی. دا داسې ده لکه چې زر فیلان یو دبل پرسر کېږدئ، او ترټولولاندینی فیل د چړې پرڅوکه باندې ولاړ وي.''

کله چې جونو د لومړي ځل لپاره د مشتري مدارته ورننوځي، په ۵۳ ورځو کې په د مشتري پرشاوخوا راڅرخي ځکه چې د مدار کړۍ به يې پراخه وي، خو په اکتوبر کې به يې د مدار کړۍ کوچنۍ کيږي او په ۱۴ ورځو کې به د هغې پرشاوخوا راڅرخي، هغه وخت به اصلي ساینسي څېړنې پیلېږي.

ناسا غواړي چې دا ماموریت د ۲۰۱۸ تر فبروري پورې جاري وساتي.

د ماموریت په پای کې به جونو ته امر کېږي چې خپل عملیات پای ته ورسوي او د مشتري اتموسفیر ته ورننوځي.

په دې توګه به دا ډاډ ترلاسه کېږي چې دا مصنوعي سپوږمکۍ د مشتري یوې سترې سپوږمۍ سره چې یوروپا نومیږي ټکر ونه کړي او ککړه نه شي. ګومان کېږي چې په یوروپا کې ښايي ژوندي میکروبونه موجود وي.