بریتانیا افغانستان ته نور پوځيان استوي

د انځور حقوق PA
Image caption بریتانیايي چارواکو ویلي، نوي سرتېري به یې د طالبانو ضد جګړه کې ګډون ونه کړي.

بریتانیا اعلان کړی، چې د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې په موخه به دغه هېواد ته ۵۰ نور سرتژري واستوي. دا سرتېري به افغان ځواکونو ته سلامشورې ورکوي او جګړه کې به ګډون نه کوي.

دغه اضافي بریتانیايي سرتېري به له هغو ۴۵۰ نورو بریتانیايي سرتېرو سره یوځای شي، چې دا مهال افغانستان کې د دولت له مخالفو وسله والو سره په جګړې او د افغان ځواکونو په روزنې بوخت دي.

بریتانیايي چارواکو ویلي، نوي سرتېري به یې د طالبانو ضد جګړه کې ګډون ونه کړي.

په پام کې وه چې بریتانیا په روان میلادي کال کې له افغانستان نه خپل سرتېري وباسي، خو ددغو ځواکونو ماموریت تر ۲۰۱۷ کال پورې غځول شوی دی.

اټکل دی چې د بریتانیا لومړی وزیر ډیویډ کامیرون وارسا کې د ناټو سرمشریزې په درشل کې د پوځيانو د استولو پرېکړه وکړي.

وړاندې، د امریکا ولسمشر بارک اوباما ویلي وو، له افغانستان نه یې د امریکايي ځواکونو د تلو پروګرام بدل کړی او اوس به افغانستان کې ډېری امریکايي سرتېري پاتې شي.

په پام کې وه د روان کال تر پایه افغانستان کې د پاتې کېدونکو امریکايي سرتېرو شمېر ۵۵۰۰ ته راټي شي، خو اوباما وویل، د تازه پرېکړې له مخې او د پوځي قومندانانو په غوښتنې به ۸۴۰۰ امریکايي سرتېري افغانستان کې پاتې شي.

ورته مطالب