د اسامه زوی: له امریکا به د خپل پلار غچ اخلم

د انځور حقوق Reuters
Image caption اسامه بن لادن په ۲۰۱۱ کال د پاکستان خیبر پښتونخوا ابیټ اباد په یوه پټ ځای کې د خپل کور د ننه د ځانګړو امریکايي پوځيانو په عملیاتو کې "ووژل" شو.

د القاعدې شبکې د بنسټګر او پخواني مشر اسامه بن لادن زوی حمزه بن لادن پر انټرنېټ یو پیغام خپور کړی، چې د امریکا له خوا یې د خپل پلار د وژل کېدو د غچ اخیستو ګواښ پکې کړی دی.

د ترهګرۍ پر وړاندې د څېړنو "سایټ" وېبپاڼې ویلي، حمزه د "موږ ټول اسامه یو" تر سرلیک لاندې یوه وینا خپره کړې، چې له "القاعدې" شبکې سره یې خپل ملاتړ او د امریکا او د ملاتړو پرضد یې د جګړې اعلان پکې اعلان کړی.

نوموړي ویلي: "ستاسې د هېواد د ننه او بهر به موږ خپلو بریدونو ته دوام ورکړو، ځکه چې تاسو فلسطین، افغانستان، سوریې، عراق، یمن، سومالیا او په نورو اسلامي هېوادونو کې ولسونه ځپلي دي او دغه ولسونه ستاسې له ښکېلاکه په امن کې نه دي".

حمزه بن لادن زیاتوي: "د اسلامي امت له خوا د شیخ اسامه غچ اخیستل نه یوازې شخصاً د هغه غچ اخیستل دي، بلکې له اسلام نه دفاع کول هم دي".

اسامه بن لادن په ۲۰۱۱ کال د پاکستان خیبر پښتونخوا ابیټ اباد په یوه پټ ځای کې د خپل کور د ننه د ځانګړو امریکايي پوځيانو په عملیاتو کې "ووژل" شو.

دا پر امریکا د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر له پېښو وروسته القاعدې شبکې ته یو لوی ګوزار ګڼل شوی.

د اسامه بن لادن په استوګنځي کې موندل شوي لاسوندونه – چې تېر کال امریکا خپاره کړل، ښيي چې القاعدې هڅه کوله په ایران کې د اسامه جبري اوسېدونکي زوی حمزه لپاره ملاتړ راجلب کړي.

حمزه بن لادن په ۱۹۹۱ کال کې زیږېدلی، مور یې خیریه صابر د اسامه بن لادن درېیمه مېرمن وه، چې د ماشومانو په ارواپوهنه کې دوکتورا لري او جده کې د پاچا عبدالعزیز پوهنتون پخوانۍ استاده وه.

اټکل دی چې حمزه او د هغه مور او د اسامه بن لادن د کورنۍ ځینې نور غړي د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱ له بریدونو وروسته ایران ته لېږدول شوي. خیریه صابر وړاندې په افغانستان او پاکستان کې هم اوسېدلې ده.

حمزه تېر کال هم یوه غږیزه وینا د القاعدې شبکې د اوسني مشر ایمن الظواهري په ملتیا خپره کړې وه.

حمزه په القاعدې شبکې کې تر ټولو ځوان مشر ګڼل کېږي.

د "بروکېنګز" څېړنیز مرکز بروس ریډل په دې اند دی چې حمزه "د القاعدې شبکې د یوې نوې څېرې استازیتوب کوي، چې ددغې شبکې له مشر سره مستقیم تړاو لري، دی یو خولور او خطرناک دښمن دی".

ورته مطالب