ډیوډ کامرون: تېریزا می به روانه اونۍ د بریتانیا لومړۍ وزیره شي

Image caption د دوشنبې په ورځ د مېرمن می یوازینۍ سیالې اندریا لیډسوم له سیالۍ نه لاس پر سر شوه

د بریتانیا لومړی وزیر ډیویډ کامرون وايي د جولاې په ۱۳مه به خپله استعفا ملکې ته وړاندې کړي.

د ښاغلی کامرون ځای ناستې به تیریزا می وي.

د جولای په ۱۱مه، د محافظه کار ګوند په کاندیدانو کې د مېرمنې می یوازینۍ سیالې اندریا لیډسوم له سیالۍ نه لاس پر سر شوه.

دا په دې معنا ده چې د بریتانیا راتلونکې لومړی وزیره به مېرمن می وي.

ښاغلي کامرون، چې له ۲۰۱۰ کاله راهیسې د بریتانیا د لومړي وزیر په توګه کار کوي، له اروپايي اتحادیې نه د یوې ټولپوښتنې پایله کې د بریتانیا وتلو له پرېکړې وروسته ویلي و، خپله دنده به پرېږدي.

نوموړي ویلي و، د سې شنبې په ورځ (د جولای ۱۲مه) به د خپلې کابېنې د وروستۍ غونډې مشري کوي.

تيريزا مى د بریتانيا په حکومت کې يوه خورا تجربه لرونکې وزيره ده. د دې په باب ويل کېږي چې په کار کې دقيقه او باوري ده.

دا مني چې ډېر وخت له همکارانو سره په خواله او چاى څښلو او ډوډۍ خوړلو نه تېروي.

'' زه د يوه ځايي راهب د لور په توگه رالويه شوم او نيکه مې پوځي جگړن و. له کله چې مې يادېږي په ملکي خدمت بوخته يم.''

د مشرتابه په سيالۍ کې مېرمن مى خورا ډېر ملاتړ وموند. خو د کلونو په اوږدو کې له لانجو هم ليرې پاتې نه وه. مشهوره خبره يې هغه وه چې د خپل محافظه کاره گوند غړو ته يې وويل چې خلک ورته د بد گوند په سترگه گوري. دې د پوليسو فدراسيون سره يې هم پنجه نرمه کړه او د يوه جنس ترمنځ د واده کولو ملاتړ يې هم کړى دى.

تیريزا مى ٥٩ کلنه ده او اکسفورډ پوهنتون يې لوستى.

د انځور حقوق PA
Image caption تیريزا مى ٥٩ کلنه ده او اکسفورډ پوهنتون يې لوستى

شپږ کاله په بانکونو کې په کار بوخته وه او په ١٩٩٧ کال کې د پارلمان وکيله شوه.

دا له تېرو شپږو کلونو د کورنيو چارو وزيره ده. له اروپايي ټولنې د وتلو په ټولپوښتنه کې دې په اروپايي ټولنه کې د پاتې کېدا ملاتړ کاوه خو په منډو ترړو کې ډېره فعاله نه وه.

اوس به دا د هغه بهير د سپيناوى په پيل لاس پورې کوي چې ښايي له اروپايي ټولنې د بریتانيا د وتلو په پرېکړه تمام شي:

'' له اروپا وتل د اروپا وتلو په معانا دي. موږ به يې په بريالتوب ترسره کوو. اروپايي ټولنه کې به د پاتې کېدا هڅه ونه شي. له بلې دروازې به بيا ورسره د گډېدلو هڅه ونه شي. دويمه ټولپوښتنه به نه وي. هېواد پرېکړه وکړه چې له اروپايي ټولنې ووځي او زه به د لومړۍ وزيرې په توگه دا خبره يقيني کوم''

پر دې نقد کوونکي وايي دا جذاب شخصيت نه لري خو ملگري يې وايي چې دا تجربه لري او تجربه ده چې حسابېږي.

له دې مخکې د بریتانیا محافظه کار ګوند مشرۍ ته له سیالۍ د اندري لیډسم شاته کېدو سره د تیریزا می مشري قطعي شوه.

مېرمن لیډسم وویل، دا چې د بریتانیا پارلمان کې د ګوند ۲۵ سلنه استازو ملاتړ لري دې پایلې ته ورسېده چې وبه نه شي کولی له اروپایي ټولنې د وتلو بهیر مخته وړلو لپاره به یو پیاوړی او متحد حکومت جوړ کړی شي.

هغې وویل، بریتانیا په اوسنیو حالاتو کې په بیړني ډول یوه پیاوړي لومړي وزیر ته اړ ده او هغه به له مېرمن می ملاتړ وکړي.