د هند د "سرو زرو سړی" ووژل شو

د انځور حقوق Devidas Deshpande
Image caption پهوګي به تل له سرو زرو جوړې ګوتمۍ، غړوندي او بنګړي کاروول

دتاپهوګي چې د سرو زرو سړي په نوم مشهور وو د هند په پونا سیمه کې د نامعلومه کسانو لخوا په وهلو ډبلو وژل شوی دی.

نوموړي به د درې کیلو سرو زرو جوړ کمېس چې په ۲۵۰ زرو ډالرو یې پېرلی و اغوست.

دتاپهوګي، د سرو زرو دغه کمېس چې په نړۍ کې تر ټولو ګران بیه کمېس بلل کېږي په ۲۰۱۳ کال کې پېرلی و.

د پونه سیمې اوسېدونکی پهوګي د پېسو لېږد رالېږد (حوالې) کاروبار کاوه.

د دغې وژنې په تور څلور کسان د پوښتنو ګروېږنو لپاره نیول شوي دي.

پولیس وايي پر ۴۸ کلن پهوګي د جمعې په شپه پونه سیمه کې برید شوی دی.

ویل کېږي نوموړي له خپل ۲۲ کلن زوی سره د کلیزې مراسمو یوې میلمستیا ته بلل شوی و او هلته پرې د ډبرو او چړو برید وشو. پولیس ګومان کوي، چې د پېسو پر سر شخړه د پېښې لامل وي.

د ځايي پولیسو مشر ناونات ګوهګارې وايي: "موږ هڅه کوو پوه شو، چې ښاغلی پهوګي ولې هغې شاړې سیمې ته د میلمستیا لپاره تللی و، چې په کې ووژل شو."

پهوګي به تل له سرو زرو جوړې ګوتمۍ، غړوندي او بنګړي کاروول. هغه ۲۰۱۳ کال کې بي بي سي ته ویلي و ''خلک تل پوښتنه کوي، چې ولې دومره ډېر سره اغوندم، خو دا مې یو ارمان و، چې پوره شو، ټول خلک ارمانونه لري، ځینې اشراف غواړي ډېر ګران بیه ګاډي ولري، خو زه د سرو زرو کاروول خوښوم.''