'د سلمان خان نوی فلم د ګټې پر لور'

د انځور حقوق YRF films
Image caption سلطان د یوه پهلوان پر کېسه جوړ شوی فلم دی، چې د کور کلي له سیالیو مسلکي سیالي ته مخه کوي.

د هندي سینما وتلي ستوري سلمان خان یو ځل بیا ثابته کړې، چې د عاید له پلوه تر خپلو سیالانو مخکښ دی.

سلطان د نوموړي وروستی فلم دی، چې د عید پر ورځ نندارې ته وړاندې شو او رپوټونه وايي، چې تر اوسه یې نژدې دوه اعشاریه ۱۹ میلیارده روپۍ ګټلې دي.

د هندوستان ټایمز ورځپاڼې رپوټ کې ویل شوي، چې ښايي دغه فلم د عاید له پلوه پخواني جوړ شوي ریکارډونه مات کړي.

تر اوسه د هندي سینما په تاریخ کې د عامر خان ( پي کي ) هغه فلم دی، چې د عاید له مخې تر نورو مخکښ بلل کېږي.

پي کي درې اعشاریه څلور میلیارده روپۍ ګټلې دي. خو یاد فلم دغه پېسې په څو اونیو کې ګټلې او ماهرین وايي ښايي سلطان د دغه فلم د عاید ریکارډ هم مات کړي.

له دې مخکې د سلمان خان بجرنګي بهايي جان نومي فلم په څلورو ورځو کې یو اعشاریه درې میلیارده روپۍ ګټلې وې، چې اوس اټکل کېږي د نوي فلم عاید به یې له پخواني هغه هم مخکې شي.

سلطان د یوه پهلوان پر کېسه جوړ شوی فلم دی، چې د کور کلي له سیالیو مسلکي سیالي ته مخه کوي.