ترکیې کې د پوځیانو یوې ډلې 'کنترول تر لاسه کړی'

د انځور حقوق

ترکیې کې د پوځيانو یوه ډله وايي، د هېواد چارو کنترول یې تر لاسه کړی دي. په استانبول ښار کې پلونه د تګ راتګ لپاره تړل شوي دي او الوتکې ټیټ پراوزونه کوي.

په هغه اعلامیه کې چې د پوځي ډلې لخوا پر این ټي وي ټلویزیون ولوستله شوه، دغه پوځیان وايي، 'د هېواد د چارو واګې په بشپړ ډول تر لاسه کړې دي'.

دا معلومه نه ده، چې څوک د دغې ډلې مشري کوي.

له دې مخکې د ترکیې لومړي وزیر د یوه 'ډله پوځیانو ' هغه 'غیر قانوني ګام ' وغانده، چې ترڅ کې یې پلازمېنه انقره کې پلونه وتړل شوو او الوتکو ټيتې الوتنې وکړې.

بن علي یلدرم وویل، دا یو خپل سری پوځي اقدام دی، خو وايي دا پوځي کودتا نه ده. د نوموړي په وینا چارې د حکومت په لاس کې دي.

استانبول کې باسفورس او فاتح سلطان محمد نومي پلونه د تګ راتګ پر مخ تړلي دي. له پلازمېنې انقرې نه د ډزو رپوټونه هم ورکړل شوي دي.

د استانبولو پولیسو مرکز شاوخوا کې هم د ډزو غږونه اوریدل شوي دي.

داسې رپوټونه هم ورکړل شوي، چې د استانبول هوايي ډګر سره ټانکونه ځای پر ځای شوي دي.

ترکیې کې د سي این این خبریال وايي، ولسمشر رجب طیب اردګان خوندي دی، خو نور جزیات یې نه دي ورکړي.

د انځور حقوق

این ټي وي سره خبرو کې ښاغلي یلدرم ویلي:

''موږ د دغسې یوې هڅې په امکان کار کوو، موږ به دغسې هڅې بریالیتوب ته نه پرېږدو. هغه کسان، چې دغه کړنه یې تر سره کړې، د خپلې دغې کړنې سزا به وویني. دا به مناسبه نه وي، چې دا یوه کودتا وبولو.''

هغه وايي:

'' دا د یوې ډلې پوځیانو خپل سرې کړنه ده، چې وايي د پوځي مشرتابه له دایرې بهر یې په خپل سر کړې. زموږ خلک باید وپوهیږي، چې موږ به هېچا ته اجازه ورنه کړو، چې دیموکراسۍ ته زیان ورسوي.''

داسې رپوټونه هم ورکړل شوي، چې د ترکیې لوړپوړی جنرال یرغمل شوی دی.

نور جزیات لږ وروسته...