ډونالډ ټرمپ ولسمشریزو ټاکنو کې د جمهوریپال ګوند کاندید شو

د انځور حقوق EPA

نیویارکي میلیاردر ډونالډ ټرمپ د سه شنبې په ورځ د اوهایو ایالت په کلیو لېنډ ښار کې د جمهوریپال ګوند په سراسري ناسته کې ددې ګوند کاندیداتوري خپله کړه.

د ګوندي استازو د رایو شمېره د څو ساعتونو لپاره روانه وه ترهغه چې د نیویارک استازو رایې نوموړی د نصاب تر کچې ورسوه.

د ټرمپ کاندیداتوري به د پنجشنبې په ورځ وروسته له هغه رسمي شي چې نوموړی یې د یوې وینا پرمهال ومني.

ښاغلي ټرمپ په خپل ټویټر کې لیکلي: "د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د جمهوريپال ګوند نوماندي لوی ویاړ دی. زه به سخت کار وکړم او هېڅکله به تاسې نهیلي نه کړم. لومړی امریکا!"

د هغې لور ایوانکا ټرمپ له دې رایې ورکونې وروسته وویل، "هېڅ باور مې نه کېږي. لکه خوب چې وینم. په پلار مې ویاړم."

زوی یې هم دا "د خپل ژوند نه باور کېدونکې شېبه" وبلله او د خپل پلار نوماندي یې "تاریخي" یاده کړه.

هغه وویل: "دا یو واقعي خوځښت دی، هغه یو واقعي سړی دی چې ددې کار پرمخ وړلو وړتیا لري او غواړي هېواد ته خدمت وکړي."

دا رایه اچونه د جمهوریپالانو د ناستې په دویمه ورځ ترسره شوه.

د ټرامپ مخالفو ایالتي استازو وروستۍ هڅه چې د هغه پر ځای بل څوک ددې ګوند کاندید کړي، د دوشنبې په ورځ ناکامه شوه.

ډونالډ ټرمپ په سراسري ټاکنو کې له نیویارک ایالت نه د جمهوري غوښتونکي ګوند شپږم کاندید دی. کالیفورنیا او اوهایو دواړو په سراسري ټاکنو کې ۵ کاندیدان لرلي دي. دا ګوند په ۱۸۵۴ کال کې جوړ شو.

شمالي امریکا کې د بي بي سي خبریال جیمز کوک

کله چې ډونالډ ټرمپ د ځان د کاندید کېدو خبره وکړه، ډېرو خلکو ټوکه وبلله، خو اوس هېڅوک نه خاندی.

په تېر یوه کال کې دغه ودانۍ جوړوونکي نیویارکي د امریکا سیاست لټ په لټ کړ. هغه ډېر سیاسي قوي څېرې په خپلو پوپولیستي شعارونو په کور کېنول.

ښاغلي ټرمپ پر ناقانون کډوالو او څوک چې د اسلام په نوم ترهګریز بریدونه کوي لفظي برید او امریکا ته د هغو کارونو بېرته ستنول چې له دې هېواده ویستل شوي، ځینې کسان په احساساتو راوستي او ځینې نور بیا ترې کرکه کوي.

په داسې حال کې چې د ښاغلي ټرمپ کاندیداتوري تایید کېده، د ناستې شاوخوا د هغه د کاندیداتورۍ د مخالفو او موافقو لاریون روان و چې ډېر شمېر پولیس هم سیمه کې وو.

اوس نو باید د نوامبر تر ټاکنو باید د ډېرو لاریونونو تمه ولرو. داسې ټاکنې چې پخوانیو سره به هېڅ ورته والی ونه لري.

پر ملانیا ټرمپ د تور ردول

د ډونالډ ټرمپ ټاکنیز کمپاین دفتر وړاندې هغه ادعاوې چې وایي ملانیا ټرمپ د جمهوریپال ګوند ناسته کې د خپلو خبرو ځینې برخې له نورو کاپي کړي دي، رد کړی.

ددغه دفتر کارکوونکو وویل، داسې هېڅ شاهد نشته چې مېرمن ټرمپ دې د میشل اوباما د ۲۰۰۸ کال د وینا یوه برخه راخیستې وي.

د انځور حقوق EPA

دغې ادعا د ګوند د دویمې ورځې پر ناستې سیوری غوړولی و.

ملانیا ټرمپ چې سلوانیا کې زېږېدلی په خپله وینا کې چې د کورنۍ پر ارزښتونو او پراخې ټولنې یې ټینګار درلود، خپل مېړه یو مهربانه سړی یاد کړ چې د خپل هېواد لپاره به مبارزه وکړي.

دا د خپل مېړه په ټاکنیز کمپاین کې د ملانیا ټرمپ لومړنۍ وینا وه او دا تایید شوې چې نوموړې د وینا د متن په لیکلو کې له نورو مرسته غوښتې ده. وړاندې ویل شوي و چې مېرمن ټرمپ د وینا متن په یواځې ځان لیکلی و.

د انځور حقوق EPA

هغې په خپله وینا کې ټینګار وکړ چې له خپل مېړه نه د یوه قاطع او په عین حال کې مهربانه او یووالي ته رابلونکي شخص انځور وړاندې کړي.

ملانیا ټرمپ تراوسه په ټبلیغاتي کمپاین کې دومره ډېره ونډه نه ده اخستې.

ورته مطالب