جرمني کې وژنې؛ پولیسو مونیخ کې یو افغان نیولی

جرمني کې د مونشن ښار پولیس وایي، یو ۱۶ کلن افغان یې نیولی چې د ډېوېډ علي سنبلي له ملګرو دی. سنبلي د تېرې جمعې په ورځ په مونشن کې په یوه پلورنځي کې ۹ کسان ووژل.

پولیس وایي، دا کس یې د بریدګر د طرحې په اړه یې چارواکو ته خبر نه ورکولو او په برید کې د لاس لرلو په شک نیولی دی.

پولیسو وړاندې وویل، ۱۸ کلن علي سنبلي د دغه برید لپاره له یوه کال راهیسې پلان جوړوه.

د مونشن پولیسو پر خپل فیسبوک ولیکل: "ګومان کېږي چې دغه ۱۶ کلن کس په هغه برید کې چوپ لاس لرونکی و."

په دغه وینا کې ویل شوي، دغه ځوان د جمعې تر برید وروسته سملاسي پولیسو ته ورغی او له بریدګر سره اړوند کس په توګه ترې پوښتنې ګروېږنې وشوې.

خو پولیس وایي، دغه افغان ځوان خبرو کې ضد او نقیضې برخې شته. د پولیسو په خبره، هغه اوس د جنایت د طرحې راپور ورکولو کې د پاتې راتلو په ګومان تر څېړنې لاندې دی.

د انځور حقوق
Image caption علي سنبلي په مونشن کې زېږېدلی دی

څېړونکي باید وښيي چې د رېل اصلي تمځای ته نژدې په یوه سینمایي مجتمع کې ټولېدو ته د خلکو وربللو لپاره په یوه فسبوکي پوسټ کې څومره رول درلودلی دی.

بریدګر تر برید وړاندې په دې برخه کې یو جعلي فسبوک پاڼې ته پیغام خپور کړی و او له خلکو یې غوښتي و یوه رستورانت ته لاړ شي چې ډزې پکې وشوې.

له وېنندن نه لیدنه

د المپیا پلورنځي کې د جمعې ورځې په ډزو کې ۷ وژل شوي کسان نوي ځلمیان و، دوه د ترکیې، دوه د المان، یو د پولېنډ، یو یونانی او یو د کوزوو وګړی و.

۳۵ نور کسان ټپیان شول چې یوازې څلور یې په ډزو ټپیان شوي. ډېر له سیمې د تېښتې پرمهال ټپیان شول.

د ایالتي حکومت یوه چارواکي په یوه خبري ناسته کې وویل، قربانیان د بریدګر پخواني ټولګیوال نه و او هغه قربانیان په مشخصه توګه ټاکلي و.

وړاندې داسې راپورونه خپاره شول چې احتمال شته بریدګر دې د ټولنیزو شبکو له لارې اړیکه نیولې وي او هغوی یې د ډوز سیمې ته وربللی وي.

د باواریا ایالت د جنایي پولیسو مشر رابرت هایمبرګر وویل، بریدګر له وېنندن ښار نه د تېر کال لیدنې راهیسې – په ۲۰۰۹ کال کې یوه ښوونځي کې د ډزو صحنه – او له هغه ځایه انځور اخستو سره دا برید پلانوه.

هغه وویل، ګلا ډوله تومانچه ښایي په انټرنټي تور بازار کې چې یوازې په ځانګړو سافټ ویرونو د لاسرسي وړ دی، اخستل شوې وي.

ویل شوي چې علي سنبلي کمپیوټري ګېمونو ته چې لوبغاړی پکې اصلي ډزې کوونکی دی، ډېر لېوالتیا لرله.

ښاغلي هایمبرګر زیاته کړه، د بریدګر مور او پلار لا هم شوکه دي او اوسمهال ورسره د مرکې امکان نشته.

د مونشن لوی څارنوال په یوه خبري ناسته کې وویل، د مونشن بریدګر تېر کال د دوو میاشتو لپاره په یوه رواني درملنځي کې تر څارنې لاندې او وروسته له هغه هم ډاکټر ته په ورتګ سره تر درملنې لاندې و.

Image caption ډېوېډ علي سنبلي مونیخ کې له ایراني مور او پلاره زیږېدلی

توماس ستانکراسکوچ وویل، شکمن له نورو سره له اړیکو ټینګولو ډارېدده او په خپګان اخته و.

هغه وویل، داسې هېڅ شاهد نشته چې ددې برید لپاره د سیاسي انګېزې څرګندونه وکړي.

ورته مطالب