'اسلامي دولت' نومي ډلې د فرانسوي پادري وژلو ادعا کړې

Image caption پولیسو کلیسا ته غځېدلی سړی بند کړی دی

د فرانسې پولیس وايي، د هېواد شمال کې د دوو وسله والو له خوا د کلیسا د زیارت کوونکو او پادري د یرغمل پرمهال یو پادري وژل شوی دی. پولیس وايي دواړه برید کوونکي هم وژل شوي.

رویټرز خبري اژانس د پولیسو د یوې سرچینې له خولې ویلي، په سېنټ اسټین یو رورې کلیسا کې وسله والو څلور یا شپږ کسان یرغمل کړي وو.

سیمه ییزو رسنیو ویلي، په یرغمل شویو کې یو پادري او د هغه دوې خویندې هم وې او نور د کلیسا زیارت کوونکي وو.

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند د پېښې ځاي کې وویل، بریدګرو ادعا کړې وه، چې د اسلامي دولت نومي ډلې اړوند دي.

ولسمشر اولاند ویلي بریدګرو ' یو ظالمانه کړنه ' تر سره کړې او په خبره یې فرانسه به له دغې ډلې سره ' په خپل ټول توان ' جګړه وکړي.

اماق خبري شبکې دغه برید ته له اسلامي دولت نومي ډلې سره تړاو ورکړی، د دوی په خبره برید ''د داعش دوو سرتېرو کړی ''

رپوټونه وايي، فرانسوي پولیسو یو بریدګر پېژاند، چې پروسږ کال یې سوریې ته د ننوتو هڅه کړې وه.

د فرانسې ۳ تلوېزیون ویلي، د ډزو غږونه هم اورېدل شوي. د بېړنیو پېښو پروړاندې د مبارزې پولیس سیمې ته رسېدلي.

د فرانسې پولیسو پر ټویټر له رسنیو غوښتي چې کلابندې شوې سیمې ته نژدې ورنه شي او د سیمې وېډیو یا انځور هم خپور نه کړي.

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند او د کورنیو چارو وزیر برنار کازانوو د پېښې ځای ته تللي.

دغه کلیسا په سناتین دو روواري لیرې سیمه کې له پاریس نه شمال لوېدیځ ته ۱۲۵ کیلومتره لیرې پرته ده.

'وحشیانه'

د فرانسې لومړي وزیر منوېل والس ویلي، د برید له کبله خواشینی شوی دی. نوموړي دا یو 'وحشیانه برید' بللی.

لومړي وزیر پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي: ''له ټولو فرانسویانو او ټپي شویو کاتولیکانو سره موږ ولاړ یو''.

د ښکلا او سینګار په یوه دوکان کې کارکوونکې ښځې اولولي کارسیا ویلي، ان له ماشومتوبه یې له ۹۲ کلن وژل شوي پادري سره پېژڼدل:

''زما کورنۍ ۳۵ کاله دلته اوسېډلې ده او موږ له ډېر پخوا راهیسې سره پېژندل''.

لس ورځې وړاندې، د فرانسې ملي ورځې پرمهال نیس ښار کې د لارۍ برید کې لږترلږه ۸۴ کسان ووژل شول. له برید وروسته فرانسه کې درې میاشتې بېړنی حالت وغځول شو.

د برید کوونکو هویت او د برید موخه نه دي په ډاګه شوي.

پاریس کې د بي بي سي خبریاله لوسي اډمسن وايي، د فرانسې حکومت ددا ډول پېښو د مخنیوي په تړاو له سختو فشارونو لاندې دی.

ورته مطالب