د سویلي اسیا هېوادونو کې باران او سیلابونو درانه زیانونه اړولي

د انځور حقوق
Image caption ښارونو کې د ګاډو اوږده کتارونه لیدل شوي، چې باراني اوبو کې ایسار پاتې دي او کوڅې یې له اوبو ډکې دي

د هند یو شمېر ښارونو کې د پشکال بارانونو له کبله د ژوند چارو کې پراخ خنډ او ځنډ رامنځته شوی.

هغه ښارونه چې له دې کبله ډېر اغېزمن شوي پکې ډیلي ته څېرمه ګورګاون، د تکنالوژۍ الاتو د تولید مرکز بنګلور او د هند اقتصادي مرکز ممبۍ شامل دي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د سیمې سلګونه زره اوسېدونکي د کور کلي پرېښودو ته اړ شوي دي

دغو ښارونو کې د ګاډو اوږده کتارونه لیدل شوي، چې باراني اوبو کې ایسار پاتې دي، کوڅې یې له اوبو ډکې دي او د اړینو خدمتونو لپاره کوچنۍ کښتۍ غوښتل شوې دي.

د هند ګڼ مېشته لوی ښارونه د اوبو وتلو مناسبې اسانتیاوې نه لري، چې له کبله یې د ښارونو لارو کوڅو کې نور هم حالت ناوړه شوی دی.

د ګڼو بارانونو اوسنۍ لړۍ له کبله د هند کلیوالو سیمو کې نژدې ۵۰ مړه شوي او په ګاونډي هېواد نیپال کې د ۷۶ کسانو مړه کېدو رپوټونه ورکړل شوي دي.

د انځور حقوق AFP

د سیلابونو راختو له کبله د هند ځینو سیمو کې سلګونه زره خلک اړ شوي، چې خپل کور کلی پرېږدي.

نیپال کې پوځیان هغه کلیوال له خپلو کورونو باسي، چې مېنو ته یې سیلابي اوبه په رسېدو دي.

د دغه هېواد لوېدېځې برخې سیلابونو ډېرې ځپلې دي.

هلته بنګله دېش کې چارواکي وايي، چې د اوسنیو بارانونو له کبله د هېواد نژدې یو نیم میلیون اوسېدونکي اغېزمن شوي دي، چې یو په درېیمه برخه یې یوازې د کوریګرام سیمې اوسېدونکي دي.

چارواکو د هغو کسانو لپاره چې د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي تر ۷۰ پورې مرکزونه پرانیستي.

د انځور حقوق Reuters

ویل کېږي بنګله دېش کې تېرو څو وروځو کې ۱۱ کسان د بارانونو او سیلابونو له کبله مړه شوي دي.

بل لور ته د پاکستان ډان ورځپاڼې په رپوټ کې ویل شوي، چې په خیبر پښتونخوا او پنجاب صوبو کې د ګڼو بارانونو او سیلاب له کبله ۲۲ کسان مړه شوي دي.

د پاکستان او هند په شمال کې د روانې میاشتې پیل کې د سیلابونو له کبله ۵۸ کسان مړه شوو، چې ډېری یې د پاکستاني شمالي سیمې چترال او د هند اترکنډ او اروناچل پردېش سیمو اوسېدونکي وو.

هر کال د جون او سپتمبر میاشتو تر منځ د پشکال موسم له بارانونو وروسته د سیلابونو له کبله په سیمه کې سلګونه خلک ژوند له لاسه ورکوي.