'داعش افغان امنیت ته رښتونی ګواښ دی'

د انځور حقوق AFP
Image caption د اکسپرس ټريبيون په وينا اوس د بهرنيو ځواکونو او افغان مشرانو د هغو څرگندونو په تړاو پوښتنې راپورته شوي چې ويل يې داعش ډله يې په سيمه کې ماته کړې.

اکسپرس ټريبيون:

د دغې پاکستان چاپې ورځپاڼې د يوۀ مطلب سرليک وايي "داعش د افغانستان امنيت ته رښتونى گواښ پېښ کړى".

ورځپاڼه زياتوي په کابل کې د داعش بريد او د ٨٠ کسانو مړينه ډېر شمېر افغانانو لپاره د خطر زنگ و.

د اکسپرس ټريبيون په وينا اوس د بهرنيو ځواکونو او افغان مشرانو د هغو څرگندونو په تړاو پوښتنې راپورته شوي چې ويل يې داعش ډله يې په سيمه کې ماته کړې.

ورځپاڼه وايي افغان دفاع وزارت په وروستۍ درې اړخيزې ناستې کې له پاکستاني پوځيانو غوښتي چې افغانستان ته د داعش وسلوالو د ور اوښتو مخه ډپ کړي.

افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو مشر جنرال نيکولسن اسوشېټډ پرېس خبرې آژانس ته ويلي په افغانستان کې د داعش د غړو پام وړ شمېر د ورکزۍ اجنسۍ خلک او يا په پاکستان کې د ځينو ناقانو گرځول شويو ډلو کسان دي.

خو ورځپاڼه پوښتي چې امريکايي ځواکونه په ننگرهار کې اډې لري نو څنگه د وسلوالو د ور اوښتو په مخنيوي کې پاتې راغلي دي.

واشنگټن پوسټ:

د انځور حقوق
Image caption د سيگار په رپوټ کې راغلي چې د دې پروژې لگښت د لومړني اټکل په پرتله څه د پاسه دوه ځله لوړ شوى او ٤٢٣ ميليون ډالرو ته رسېدلى.

د واشنگټن پوسټ ورځپاڼې نننۍ گڼې سرليک وايي "د پنټاگون تېروتنې له امله د افغان پوځي گاډو د څار او ساتنې لگښت اسمان ته وخوت".

ورځپاڼې افغانستان لپاره د مرستو څار ځانگړې ادارې "سيگار" رپوټ ته اشاره کړې، چې د افغانستان پوځي گاډو د رغونې، ساتنې او دې موخې لپاره د پوځيانو روزنې بهير يې ناکام بللى.

د سيگار په رپوټ کې راغلي چې د دې پروژې لگښت د لومړني اټکل په پرتله څه د پاسه دوه ځله لوړ شوى او ٤٢٣ ميليون ډالرو ته رسېدلى.

واشنگټن پوست د لگښت د زياتېدا لامل هغه شرکت په گوته کوي چې د امريکا دفاع وزارت له لوري ورته دا دنده سپارل شوې.

ياد شرکت وار وار ور سره د شوي تړون له شرايطو سر غړونه کړې او اړ هم نه دى چې حکومت ته تاوان ورکړي. د ورځپاڼې په وينا اوس دا لگښت به ماليه ورکونکو ته ور تر غاړې وي.

د سيگار رپوټ وايي امريکا به د افغانستان د پوځي گاډو د څار او ساتنې په موخه راتلونکو پنځو کلونو کې يو ميليارډ ډالر پرې کوي.

د ورځپاڼې په وينا شرکت ته پيسې د رغول شويو گاډو د شمېر پر بنسټ نه بلکې د شته گاډو د شمېر په بنسټ ورکړل شوي دي.

د قرارداديانو کار د څار په برخه کې د امريکا دفاع وزارت نيمگړتيا په رپوټ کې د پام وړ بلل شوې او ويل شوي که ورته پام ونه شي نو د گاډو د څار، ساتنې او رسد د ادارې په برخه کې د افغان ځواکونو وړتيا زياتولو هڅې به کمزورې شي.

نيويارک ټايمز:

د انځور حقوق AFP
Image caption ورځپاڼه زياتوي سيگار دا په افغانستان کې د طالبانو د پام وړ پرمختگ بولي چې په وينا يې د امريکا له بريد څخه يې ١٥ کاله وروسته ترلاسه کړى.

دغې ورځپاڼې هم د سيگار يوۀ رپوټ ته خپل يو مطلب ځانگړى کړى او وايي چې افغان حکومت په څلورو مياشتو کې د خپلې واکمنۍ پنځه سلنه سيمه له لاسه ورکړې.

ورځپاڼه زياتوي سيگار دا په افغانستان کې د طالبانو د پام وړ پرمختگ بولي چې په وينا يې د امريکا له بريد څخه يې ١٥ کاله وروسته ترلاسه کړى.

رپوټ وايي دا سيمې ځکه د حکومت له لاسه وتلي چې خپل ځواکونه يې له ستراتيژيک پلوه کم ارزښتوسيمو نه ايستلي او د يرغليزو عملياتو دنده يې ور سپارلې. افغانستان کې د امريکايي ځواکونو قومندان جنرال جان نيکولسن دا سيمې لېرې پرتې کليوالي هغه بللي چې ستراتېژيک ارزښت نه لري.