جرمني کې د اردوغان پلوۍ زرګونو خلکو لاریون کړی

د انځور حقوق GETTY IMAGES
Image caption په جرمني کې د ترکي ټولنو په وینا، په دې هېواد کې نژدې درې میلیونه ترکي الاصله وګړي اوسېږي

د جرمني سړکونو ته د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په پلوۍ لسګونه زره خلک راوتلي. د جرمني خبري رسنۍ وايي، لاریون کې لږترلږه ۳۵ زره کسانو ګډون کړی و.

اردوغان غوښتل له ناکامې کودتا دوه اونۍ وروسته، د وېډیو له لارې کولونیا ښار کې خپلو مینه والو ته وینا وکړي.

خو په جرمني کې د اساسي قانون محکمې د شنبې په ورځ د نوموړي د خبرو د خپرېدو مخه ونیوه.

په جرمني کې د ترکي ټولنو په وینا، په دې هېواد کې نژدې درې میلیونه ترکي الاصله وګړي اوسېږي چې تر ډېره یې د ترکۍ وروستیو ټاکنو کې د اردوغان په مشرس عدالت او پراختیا ګوند ته رایې ورکړې دي.

د ترکیې د ځوانانو او لوبو وزیر عاکف کاجاتای کیلیچ، چې په جرمني کې زیږېدلی کولونیا کې وویل: ''موږ دلته ددې لپاره راغلي یو په جرمني کې زموږ بچیان ډیموکراسي غواړي او د پوځي کودتا د هڅې پرضد دي''.

له لاریونیانو د اردوغان مننې ډک لیک او پیغام هم ولوستل شو.

د کیفسر دیمر په نامه یې مېرمنې وویل: ''ویل کېږي چې د اردوغان په پلوۍ راوتلي دا سمه نه ده، دا د پوځي کودتا ضد راغونډېدل دي زه باوري یم چې ددا ډول هڅې پروړاندې باید ټینګ ودرېږو''.

په کولونیا کې شاوخاو ۲۷۰۰ پولیس او پوځيان ځای پرځای شوي وو، ځکه هلته هم مهاله د ښي اړخو سخت دریځو غونډه هم وه.

د انځور حقوق EPA
د انځور حقوق EPA
Image caption پولیسو د سخت دریځو ښي اړخو لاریون هم ګډوډ کړی

په ترکیه کې د اروپايي ټولنې د چارو زویر عمر سیلیک جرمني کې د اردوغان د وینا خپرېدو مخنیوی غندلی دی.

د اردوغان ویاند ویلي، جرمني ولسمشر اردوغان سره له 'ناروغۍ ډکه' معامله کوي.

اردوغان امریکا مېشتی ترکی مذهبي مشر فتح الله ګولن د ناکامې کودتا سمبالګر بولي، خو نوموړي دا تورونه رد کړي دي.

د انځور حقوق AP
Image caption د اردوغان ویاند ویلي، جرمني ولسمشر اردوغان سره له 'ناروغۍ ډکه' معامله کوي.
د انځور حقوق AFP
Image caption د جرمني خبري رسنۍ وايي، لاریون کې لږترلږه ۳۵ زره کسانو ګډون کړی و.

ورته مطالب