د اماراتو شرکت الوتکه دوبۍ کې د کېناستو پرمهال رالوېدلې

د انځور حقوق

د اماراتو هوایي شرکت یوه الوتکه چې ۲۷۵ مسافر او خدمه پکې سپاره وو، د دوبۍ په هوایي ډګر کې د ناستې پرمهال راولوېدلې ده.

په ټولنیزو شبکو کې چې کوم انځورونه خپاره شوي ښيي چې له الوتکې تور لوګي پورته کېږي.

د دوبۍ حکومتي رسنیو ویلي، الوتکه کې ټول سپاره کسان روغ رمټ له الوتکې ویستل شوي او تراوسه د مسافرینو د ټپي کېدو راپور نه دی ورکړل شوی.

الوتکه د معمول ناستې پر ځای په سینه کېناسته او لا یې هم د پېښې لامل معلوم نه دی.

د انځور حقوق

دغه بوئینګ ۷۷۷ ډوله الوتکه د سویلي هند له کېرالا ایالت نه دوبۍ ته رسېدلې وه، چې د پېښې ښکار شوه.

د دوبۍ حکومتي رسنیو مرکز په وینا د الوتکې سپرلۍ په خوندې توګه ایستل شوې او د کوم کس ټپي کېدو رپوټ نه دی ورکړل شوی.

له ځايي وخت سره سم ماښام اته بجې به له دغه هوايي ډګره بېرته الوتنې پیل شي.

امارات ایرلاین هوايي شرکت وايي الوتکه کې د ۲۰ هېوادونو ۲۱۸ سپرلۍ او د عملې ۱۸ کسان ناست وو. الوتکه کې ۲۴ بریتانویان او د عربي متحدو ایالتونو ۱۱ وګړي هم وو.

د انځور حقوق HAYEN AYARI

د هوايي شرکت پر ټویټر پاڼه یوه خپاره شوي پیغام کې لیکل شوي دي:

''اوس زموږ لومړیتوب دا دی، چې د پېښې ښکار شویو کسانو خوندیتوب ته پام وکړو.''

امارات په منځني ختیځ کې ترټولو لوی هوایي شرکت دی.

د دوبۍ نړیوال هوایي ډګر د هوایي ټرانسپورت له لویو مرکزونو دی چې هرکال تر ۶۶ میلیونو ډېر مسافر یې له لارې تګ راتګ کوي.

ورته مطالب