کاناډا کې پولیسو یو شکمن سړی وژلی

د رپوټونو له مخې، د کاناډا انتاریو ایالت کې پولیسو د ترهګرۍ ضد عملیاتو کې یو شکمن کس وژلی دی.

کاناډایي رسنیو رپوټ ورکړی چې پولیوس د ټورنټو ښار د جنوب لوېدیځ په ۲۲۵ کیلومترۍ کې په ستراتروي کې پر یوه کور چاپه وهلې ده.

په ټولنیزو رسنیو کې د خپرولو شویو معلوماتو له مخې، دغه ۲۴ کلن ارون ډرېور تېر کال هم د اسلامي دولت د څرګند ملاتړ له امله نیول شوی و.

پولیسو په یوه وینا کې ویلي، دوی "د بالقوه ترهګریز ګواښ په اړه باوري معلومات" ترلاسه کړي.

"شکمن پېژندل شوی و او ددې لپاره چې د عامه خوندیتوب پروړاندې د خطر له نشتوالي ډاډ ترلاسه شي، پروړاندې یې لازم ګامونه پورته شول."

پولیسو ویلي چې ددوی څېړنې روانې دي او د پېښې په اړه د اوس لپار نور څه نه شي ویلی.

د ارون ډرېور کورنۍ له سي بي سي ټلویزیون سره خبرو کې د هغه مړینه تایید کړې ده.

پولیسو د نوموړي کورنۍ ته ویلي چې ډرېور د چاودېدونکو توکو په چولو سره ځان او یو بل کس ټپي کړی و او غوښتل یې بله چاودنه وکړي چې پولیسو وواژه.

ورته مطالب