ډان: پاکستان کې زېږېدلو بهرنیو ماشومانو ته تابعیت نه ورکول کېږي

ډان:

د انځور حقوق AP

د پاکستان ډان ورځپاڼه د افغان ماشومانو او کډوالو په هکله د دغه هېواد د کورنیو چارو د وزیر څرګندونې راخیستي چې وايي، پاکستان کې زېږېدلي ماشومانو ته پاکستانی تابعیت نه ورکوي، آن که مور یې هم پاکستانۍ وي.

چوهدري نثارعلي خان دا خبرې د پاکستان پارلمان کې د پوښتنو د ځوابولو پر وخت کړي. ډان ورځپاڼه بیا لیکي؛ د قانون پر بنسټ هر هغه څوک چې د پاکستان پر اوسنۍ ځمکې پیدا شي او یا یې هم مور او پلار او نیکونه له ۱۹۵۱ کاله وړاندې پاکستان کې پیدا شوي وي، د پاکستان د تابعیت مستحق دي.

د ورځپاڼې په لیکنه یوازې د ډیپلوماتانو او د پاکستان د دښمنانو د ملاتړو اولادونه له دغه قانونه مستثنا دي.

ښاغلي نثار د پاکستان د شناختې کارت (تذکره) د بیا کتلو پر مسئلې هم پارلمان کې خبرې کړي چې څنګه یې جعلي او اصلي کارتونه پېژندلي او پر هغو کسانو چې یې شک درلود، د هغوی په هکله یې پوښتنې ګروېږنې کړې دي.

د افغانستان ګڼ شمېر اتباعو د کډوالۍ پرمهال پاکستاني شناختي کارتونه تر لاسه کړي و چې اوس د دغه بهیر اصلي موخه د همدغو افغانانو پېژندل دي.

سېدني مارننګ هرالډ:

د انځور حقوق Other

د آسټرالیا چاپ سېدني مارننګ هرالډ ورځپاڼې د متحده ایالتونو په ټاکنو کې د افشاګرې ویکيلیکس وېبپاڼې او روسیې ونډې ته کتنه کړې.

ورځپاڼه لیکي؛ له کله راهیسې چې ویکیلیکس د امریکا د دیموکراتیکې ملي کمیټې د برېښنالیکونو افشا کول پیل کړي، ډیجیټلي فعالان په دې بوخت دي چې تورونو ته ځواب ومومي، او بله خوا دغه افشاګرۍ ډونالډ ټرمپ سره بریالیتوب کې مرسته کړې.

سېدني مارننګ هرالډ لیکي؛ د د ړیموکراتیکې ملي کمیټې د سیسټم هک کول پر داسې مهال پېښېږي چې پر خپله ډونالډ ټرمپ له روسیې سره د اړیکو شک کېږي.

ورځپاڼه لیکي؛ روسیه او ویکیلیکس پر ځینو مسئلو په حساسو وختونو او جغرافیايي موقعیتونو کې ورپېښېږي. د ورځپاڼې په لیکنه داسې افشاګرۍ کولی شي د یوه بهیر تګلوری بدل کړي.

د ویکیلیکس بنسټ اېښودونکی جولیان اسانژ د ورځپاڼې په باور په ډ‌ېرو حساسو وختونو کې داسې سیاسي فعالیتونه کړي چې پر لوېدیځ یې بده اغېزه کړې.

ټایمز:

د انځور حقوق NASA JPL Caltech T. Pyle SSC SP

ټایمز ورځپاڼې د سرو زرو د موندلو نویو سرچینو په اړه په یوه مطلب کې د فضایي ساینسپوهانو په حواله لیکلي، په فضايي ډبرو استروید کې پلاتېنم، آیرېدیم، مس او سره زر موندل کېدی شي.

د ورځپاڼې په وینا دا په داسې حال کې ده چې یوې امریکايۍ کمپنۍ ډیپ سپېۍ انډسټریز(Deep Space Industries) ویلي چې تکل لري له ۲۰۲۰ کاله وړاندې، یوه فضايي بېړۍ واستوي چې پر یوې فضايي ډبرې کښېني او له هغې ګټور معدنیات ځمکې ته راوړي.

د دغې کمپنۍ اجرائیه مشر ډانیل فابر ویلي؛ "نوې لسیزې کې به دوی د فضا د سرچینو فصل ورېبي." ښاغلي فابر ټایمز ته ویلي اوس د دې وخت دی چې شخصي کمپنۍ وښيي چې له ځمکې لېرې، نورو شیانو ته هم لاسرسی پیدا کولی شي.

ګارډین:

د انځور حقوق AP

ګارډین ورځپاڼه خبر ورکوي چې د تایلنډ دولت داسې پلان لري چې بهرنیو سیلانیانو ته ځانګړي سیم کارتونه ورکړي چې وکړی شي دوی تعقیب کړي.

د تایلنډ د مخابراتو چارواکو ویلي؛ دا کار به سیلانیان خوندي کړي او د کومې پېښې پر مهال به دوی موندلی شي، خو د دغه اقدام پر وړاندې یو شمېر غبرګونونه راپارېدلي. ګڼ شمېر خلک وایي؛ دا د خلکو شخصي حریم ته ننوتل او د هغوی د محرمیت تر پښو لاندې کول دي.