جرمني د اسلامپالو بریدونو مخنیوي لپاره نوي امنیتي ګامونه

د انځور حقوق EPA

د جرمني د ترهګرۍ ضد نوې امنیتي طرحې له مخې له هغو دوه تابعیته کسانو ددې هېواد تابعیت اخستل کېږي چې د اورپکو اسلامي ډلو لپاره جګړه وکړي.

نوي امنیتي ګامونه په جرمني کې د اسلامپالو تر وروستیو بریدونه وروسته اعلانېږي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیزیر ویلي، تر دې وروسته جرمني نه د بهرنیو مجرمانو د ویستلو بهیر چټک کېږي، نور وسایل پولیسو ته په واک کې ورکول کېږي او سرتېري یې زیاتېږي.

ځینو سیمه ییزو حکومتونو د دوه ګونې تابعیت د ممنوعیت غوښتنه کړي او ویلي یې دي چې د بورکې اغوستل هم باید منع کړای شي.

د جرمني ځینو رسنیو ویلي، د کورنیو چارو وزیر له دغه ډول ممنوعیت سره موافق دی. جرمني کې کم شمېر ښځې بورکه اغوندي.

د بایرن ایالت د اطلاعاتو سازمان مرستیال مانفرد هایورز بي بي سي ته وویل، د جرمني په خاوره کې د لوی برید خطر ډېر دی.

هغه ویلي، ددې سازمان مامورین اوسمهال سلګونه راپورونه ارزوي چې په هغې کې ویل شوي د اسلامي دولت (داعش) نومې ډلې د پناه غوښتونکو په نوم دې هېواد ته خپلې ډلې لېږلي دي.

د ډاکټرانو لخوا د ناروغ د رازونو پټولو قانون اسانولول ددغو نویو امنیتي ګامونو بله برخه ده.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر د وړاندیز له مخې، که ډاکټران پر خپلو ناروغانو نورو کسانو ته د زیان اړولو شک وکړي، باید چارواکي خبر کړي.

د جرمني چپ اړخي ګوندونو او ډاکټرانو ددغه ډول مقرراتو پر رامنځته کېدو سخته نیوکه کړې ده.

جرمني کې د حجاب په تړاو دومره محدودیت نشته. په ۲۰۱۲ کال کې یوې دولتي کمېټې په خپل راپور کې وویل، د بورکې یا نقاب منع کول به د اساسي قانون خلاف وي.

البته په دې برخه کې ځینې استثناګانې شته. جرمني کې د فوټبال په اسټډیوم کې د مخ پټول غیرقانوني دی.

ورته مطالب