ډيلي کې بوږنونکې ترافیکي پېښې تاوده بحثونه راپورته کړي

د انځور حقوق CCTV
Image caption دغه پېښه د ډېرو په اند هېښوونکې ده او د بشري خواخوږي سخت لږوالی په ګوته کوي.

د هند پلازمېنه ډيلي کې یو سړی تر یوه ساعته پورې ټپي حالت کې د سړک غاړې ته پروت و او هېڅوک یې مرستې ته نه ورتلل.

دغه سړی شپې مهال له دندې کور ته پر لاره و، چې ځغلند ګاډي وواهه.

د امنیت څار لپاره د لګېدلو کامرو تصویرونو کې لیدل کېږي، چې د دغه ټپي سړي څنګ ته ګڼ شمېر ګاډي تېریږي، خو څوک یې مرستې ته نه ورځي.

وروسته یو سړی د دغه ټپي موبایل ټیلیفون غلا کوي.

دغې پېښې په هند کې د خواخوږي او ارزښتونو په باب تاوده بحثونه رابورته کړي دي. د پېښې ویډيويي کلیپ پر ځايي ټلویزیوني شبکو هم خپور شوی دی او پکې هغه بوږنونکې صحنه هم لیدل کېږي، چې سهار نژدې پنځه نیمې بجې یو موټر دغه پلی روان سړی وهي.

تصویرونو کې ښکاري، چې د ګاډي چلوونکی له تېښتې مخکې له ګاډي کوزیږي او وروسته یو بل سړی له رکشې کوزیږي او له ټپي شوي سړي نه د هغه موبایل ټیلیفون غلا کوي.

پولیسو نژدې ۹۰ دقیقې وروسته دغه سړی روغتون ته ورساوه، خو ډاکټرانو ویل چې د ډېرې وینې بهیدو له کبله دغه سړی مړ شوی دی.

هندي رسنیو ویلي دغه سړی مټي بول نومېد، چې د ورځې لخوا یې رکشه چلوله او شپې مهال یې د ساتونکي یا ګارد دنده درلوده. پولیس د دغه سړي وژونکي ګاډي ډرېور او موبایل غله موندلو هڅه کوي.

د خواخوږي نشتوالی

دغه پېښه د ډېرو په اند هېښوونکې ده او د بشري خواخوږي سخت لږوالی په ګوته کوي.

یوه پولیس افسر هندوستان ټایمز ته ویلي '' ښايي ډېرو خلکو ځکه دغه سړي ته توجه نه وې کړې، چې فکر به یې کاوه شرابي دی.''

خو په ټولنیزو رسنیو کې د پېښې په اړه سخت غبرګونونه څرګند شوي دي. یوه لیکلي:

'' دغه ډول رویه زموږ ټولو لپاره د شرم وړ ده.''

پر ویډیويي کلیپونو د څرګندونو پر مهال این ډي ټي وي وايي، '' دغه ډول رویه د شرف له ټولو کرښو د اوښتو په معانا ده.''