ترکیه: واشنګټن د ګولن سپارلو ته 'مثبتې اشارې' ورکړې

د انځور حقوق Reuters
Image caption نوموړي د جمعې په ورځ انقره کې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر محمد جواد ظریف سره یوې خبري غونډې ته وویل: ''انقرې ته له ۲۰۸ غوښتل شویو ډیپلوماټانو ۳۲ یې ترکیې ته نه دي راغلي''.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود جاویش اوغلو ویلي، ترکیې ته د امریکا له خوا د امریکا مېشتي ترکي مذهبي مشر فتح الله ګولن د سپارلو په تړاو ''زرغون څراغ'' ورکړل شوی دی.

پر ښاغلي ګولن، چې دا مهال د امریکا پنسلوانیا کې اوسېږي، تېره میاشت د ناکامې کودتا د هڅې تور لګول شوی.

ښاغلي اوغلو وویل: ''د ګولن د شړلو په تړاو مو مثبتې مثبتې اشارې ترلاسه کړې'' چې په وینا یې ترکیه هڅه کوي د ښاغلي ګولن د تورنولو لپاره واشنګټن ته لا نور دلایل وړاندې کړي.

فتح الله ګولن د ترکیې ناکامه کودتا کې لاس لرل رد کړي دي.

د فرانسې ''لومونډ'' ورځپاڼې یوه مقاله خپره کړې چې وايي، ''که پر ګولن د ناکامې کودتا تورونه ثابت کړل شي، نوموړی به ترکي چارواکو ته د ځان سپارلو چمتووالی ونیسي''.

ګولن ویلي: ''که پر ما لس لګول شوي تورونه ثابت شي، نو ترکیې ته ستنېدو ته ژمن یم او هر راز سزا راکولو ته چمتو یم''.

ترکیې پر ګولن لګول شوي تورونه امریکا ته سپارلي چې وايي په ناکامه کودتا کې یې لاس و.

جاویش اوغلو وايي: ''نړۍ پوهېږي چې د کودتا تر شا څوک وو''. د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر تېره اونۍ ویلي وو ترکي چارواکو د ګولن د نیولو په تړاو حکم کړی و.

د انځور حقوق Reuters
Image caption پر ښاغلي ګولن، چې دا مهال د امریکا پنسلوانیا کې اوسېږي، تېره میاشت د ناکامې کودتا د هڅې تور لګول شوی.

جاویش اوغلو زیاتوي، لاهم ۳۲ ترکي دیپلوماټان د خپل کار له دفترونو تر تري تم کېدا وروسته ورک دي او انقرې له هغو هېوادونو د دوی په موندلو او سپارلو کې د همکارۍ غوښتنه کړې چې دوی پکې مېشت وو.

نوموړي د جمعې په ورځ انقره کې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر محمد جواد ظریف سره یوې خبري غونډې ته وویل: ''انقرې ته له ۲۰۸ غوښتل شویو ډیپلوماټانو ۳۲ یې ترکیې ته نه دي راغلي''.

اوغلو زیاتوي، انقره داسې معلومات لري چې دغه ډیپلوماټان له بېلابېلو لارو نورو هېوادونو ته تښتېدلي. ځینې یې د کودتا په ورځو کې له هوايي لارې وتلي دي.

اوغلو وايي، دوه ډیپلوماټان بنګله دېش کې د ترکیې د سفارت له لارې امریکا ته تللي، خو درېیم هغه بیا انقره کې وزارت ته راستون شوی دی.

د ترکیې اناتولي خبري اژانس د ښاغلي اوغلو له خولې وايي، په سمندري ځواکونو کې یوه امیرالبحر مصطفی زیکي اوغلو امریکا کې وروسته تر هغه پناه غوښتې ده، چې کودتا کې د لاس لرلو په تور له وسله وال ځواکه وایستل شو.

د انځور حقوق Reuters
د انځور حقوق Reuters

ورته مطالب